د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

يو شمېر افغان ژورنالېستان او خلک: ملي ټلوېزيون د طالبانو جګړه‌ييزه ايډيالوژي تبليغوي


له ملي ټلوېزيون د طالبانو د سرتېرو تبليغات
له ملي ټلوېزيون د طالبانو د سرتېرو تبليغات

یو شمېر افغان ژورنالیستان او د دغه ټلوېزیون لیدونکي ادعا کوي، چې ملي تلوېزيون اوس د طالبانو د جګړه ييزو فعاليتونو او ځانمرګو بريدګرو ويډیوګانې خپروي او محتوا یې تر ډېره د دې ډلې په مخکینو او اوسنیو فعالېتونو او ایډيالوژۍ راڅرخي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

د افغانستان ملي ټلوېزیون چې اوس د طالبانو په واک کې دی د دوی د حکومت په خوښه خپرونې کوي.

د ملي ټلوېزیون اوسنۍ خپرونې د یو شمېر ژورنالېستانو او د دغه ټلوېزیون د لیدونکو له انتقادونو سره مخ دي او ادعا کوي، چې په دې ټلوېزیون کې د طالبانو جکړه ییز فعالیتونه او افراطي تحرکات خپرېږي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

د جمهوری نظام پر مهال د دغه ټلوېزیون مخکېنی مشر وايي، دوی هغه مهال هڅه وکړه چې ملي ټلوېزیون یوازې د حکومت نه، بلکې د ملت ټلوېزیون هم وي او د هغوی غوښتنې او نیوکې هم تر حکومت ورسوي خو اوس چې د طالبانو په واک کې دي، تر ډېره د دې ډلې مخکېني او اوسني فعالېتونه په‌کې خپرېږي، هغه هم د نوموړي په خبره، جګړه‌يیزه فعالیتونه.

اسماعیل میاخېل ادعا کوي، طالبان حتا د ځانمرګو بریدګرو تمرینونه له ملي تلوېزیون څخه خپروي چې دی یې دا کار د ژورنالېزم له اصولو او اخلاقو سره په ټکر کې ګڼي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

نوموړی وايي: "ملي ټلوېزیون د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي،

په شروع کې دوی د ځانمرګو او بوشکو د ماینونو نمایشونه په ټلوېزیون کې خپاره کړل.

که یوه وړه خبره هم وشي، دوی ډېره تبلیغاتي بڼه ورکوي او ژورنالېستیکي اصولو ته پام نه‌کوي. جګړې ته لمن وهل، په جګړې یا د خپلو خلکو په وژلو ویاړ کول، دا په ولس او راتلونکي نسل منفي اغېز کوي او باید ډډه ترې وشي."

عکاس او خبریال محمد عمران هم وايي، پخوا ملي ټلوېزیون ډېرې روزنیزې او هنري خپرونې درلودې خو اوس یې ځای نورو خپرونو نیولی دی.

نوموړي وويل: "پخوا ملي ټلوېزیون ډېرې روزنیزې خپرونې درلودې خو اوس که مستند هم جوړوي، په خپلو جنګیالو یې جوړوي، که مشاعرې هم کوي، طالبان په‌کې وي او د خپلې ډلې ستاینې په کې کوي."

خبریال شکور کامران چې په وروستیو کې یې د ملي ټلوېزیون خپرونې څارلي وايي، له رسنيو دا ډول استفاده د تاوتريخوالي او ترهګرۍ د ترويج او نورو افراطي ډلو ته د تنکيو ځوانانو د ور ماتېدو لامل کېږي، چې دا چاره د ده په خبره ان خپله د طالبانو په ګټه هم نه ده.

له ملي ټلوېزيون د طالبانو د بدري قطعې انځور
له ملي ټلوېزيون د طالبانو د بدري قطعې انځور

نوموړی وايي: "افراطي ترانې او افراطي تحرکات خپروي، په افغانستان غوندې سیمه کې چې دننه او په ګاونډ کې یې ترهګرې افراطي ډلې فعاليت کوي او غواړي نوي کسان جذب کړي، د دې چارې دوام په اوږد مهال کې د افغانستان لپاره خطرناک دی او بیا به یې هېڅوک هم کنترول نه‌کړي، حتا طالبان هم."

خو د طالبانو حکومت د ملي ټلوېزيون رئيس احمدالله وثيق دا ادعاوې ردوي، چې ګنې ملي ټلوېزیون افراطیت تبیلغوي.

نوموړی وايي، دوی یوازې د خپلو پوځیانو د تمریناتو ويډيوګانې خپروي چې دا چاره په ډېرو هېوادونو کې معمول ده.

نوموړي وويل: "دا ادعا سمه نه ده چې ملي ټلوېزیون ځوانان افراطیت ته هڅوي. ملي ټلوېزیون د نورو خپرونو ترڅنګ د پوځ په اړه هم ځینې خپرونې لري چې دا د هر هېواد اړتیا ده. که موږ د اسلامي پوځ د لیکو ځینو خپرونې خپرې کړې وي، هغه په دې معنا نه ده چې موږ ځوانان افراطیت یا تاوتریخوالي ته هڅوو."

د طالبانو د حکومت د ملي ټلوېزيون مشر احمدالله وثيق
د طالبانو د حکومت د ملي ټلوېزيون مشر احمدالله وثيق

سیاستواله شکريه بارکزۍ وايي، له ملي رسنیو باید د افراطیت د تبلیغ لپاره کار وانه‌خيستل شي.

هغه وايي کله چې ادعا کېږي جګړه پای ته رسېدلې ده، باید طالبان د جګړه ایزو تبلیغاتو لمنه هم ور ټوله کړي.

د اغلې بارکزۍ په باور دا ډول نشرات سره له دې چې تنکي ځوانان جګړې او تشدد ته هڅوي، ورسره د هغو کورنیو په زخمونو هم مالګې شیندي چې د کورنۍ غړي یې د تېرو ۲۰ کلونو په جګړې کې وژل شوي دي.

آغلې بارکزۍ وايي: "په دنیا کې هېڅ داسې ټلوېزیون نه‌شته چې په خپل کور کې خپلو خلکو ته د ځانمرګو تبلیغات وکړي، یا هم هغه څه د خلکو په ذهن کې ژوندي کړي چې درد یې ترې لیدلی، خپل بچیان او عزیزان یې په کې له لاسه ورکړي. زه فکر کوم دا یوه ناوړه ګټه ده چې طالبان یې له ملي ټلوېزیون څخه اخلي."

د پارلمان پخوانۍ وکيله شکريه بارکزۍ
د پارلمان پخوانۍ وکيله شکريه بارکزۍ

د افغانستان ملي ټلوېزیون په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د محمد داودد خان د واکمنۍ پر مهال په فعالیت پیل وکړ.

د دغه لګښتونه او د کارکوونکو تنخواوې په ټوله دې موده کې د وخت د حکومتونو له خوا ورکړل شوي، نو ځکه یې تر ډېره خپرونې هم حکومت پلوه وې.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د ملي ټلوېزیون خپرونې بندې کړې او خلکو ته یې هم اجازه نه ورکوله چې ټلوېزیون وګوري خو یوازې ملي راډيو چې طالبانو یې نوم د شريعت راډيو ته واړوه، خپرونې کولې.

XS
SM
MD
LG