د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د 'جمهوري غوښتونکو' په نوم سیاسي بهیر د موجودیت اعلان وکړ


د جمهوري غوښتونکو په نوم سیاسي بهیر نښان
د جمهوري غوښتونکو په نوم سیاسي بهیر نښان

د جمهوريت غوښتونکو په نوم يو سياسي بهير چې غړي يې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي او اوس مهال له افغانستانه بهر دي خپل موجوديت اعلان کړ.

د جمهوري غوښتونکو سیاسي بهیر په خپره کړې اعلامیه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو سره هم شریکه شوې راغلي، دوی په افغانستان کې د ملي اساسي قانون پر بنسټ د یو جمهوري او ولسواک نظام د جوړېدو چې د ټولو افغانانو د سیاسي ارادې پر بنسټ رامنځته شي غوښتونکي دي.

د جمهوري غوښتونکو سیاسي بهیر ویاند پخوا په جمهوری نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل، په یو خپور کړي ویډيو پیغام کې، چې ازادي راډیو ته یې هم رالېږلی ویلي دي: "موږ باید خپل ملي مسولیت په دې حساسه مرحله کې ادا کړو، بالاخره له بېلابېلو اړوخونوو ګروپونو او سیاسي اشخاصو سره له اړیکو وروسته دې پايلې ته ورسېدو چې د جمهوري غوښتونکو په نوم یو غیر نظامي، سیاسي بهیر رامنځته کړو."

د جمهوري غوښتونکو سیاسي بهیر ویاند او په جمهوری نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل
د جمهوري غوښتونکو سیاسي بهیر ویاند او په جمهوری نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل

ښاغلی میاخېل وايي، دوی درې هدفه لري، په افغانستان کې ولسواکي، اساسي قانون چې ولسواکي حاکمه کړي او د افغانانو د ټولو جریانونو او ګروپونو تر منځ یو با مفهومه خبرو ته زمینه برابرول دي.

ښاغلي میاخېل د اساسي قانون خبره داسې مهال کوي، چې طالبانو وړاندې ویلي وو چې تر دې دمه د تېر حکومت اساسې قانون نه دی لغوه شوی، خو دغه بهیر ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې اساسي قانون نه دی عملي شوی او نقض شوی دی.

د جمهوري غوښتونکو بهیر په اعلامیه کې راغلي، د اساسي قانون له احکامو سره سم باید د یوه جمهوري ولسواک دولت ټاکلو ته لار هواره شي، ملي بیرغ او ټول ملي ارزښتونه بېرته احیا شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دا ملي بهیر به پرته له دې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یوالي ته زیان پېښ شي له نړۍ والو سره به اقتصاد محوره اړیکو ته لاره هواره کړې او افغانستان سره د دوستو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د دوستانه تعامل لپاره به یو سیاسي- حقوقي ادرس رامنځ ته کړي.

په دې بهیر کې تر ډېره د پخواني جمهوري حکومت چارواکي راټول شوي دي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو ورسته له هېواده ووتل.

خو د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې به د دوی په وینا هیڅ تفرقه اچونکي جریان ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "تفرقوو ډلبازیو او ګوند بازیو ته موږ اجازه نه ورکوو، افغانستان په تېرو کلونو کې د دغسې جریانونو او دې هېواد کې د پردیو د ایډیالوژۍ د پلي کولو له اړخه ډېر زیان لیدلی دی."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلی مجاهد دغه شان وايي، چې په دې بهیر کې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي راغونډ شوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې ولس ته خپل امتحان ورکړی او په‌کې ناکام شوي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع که څه هم د دغه ډول سیاسي جریانونو د رامنځته کېدو هرکلی کوي خو وايي، ښه دا ده چې د دغه بهیر مسولین افغانستان ته راشي او له دې ځایه خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي: "خبره خو ډېره ښه ده زه فکر نه کوم چې مذهبي جریانونه د افغانانو ملي یوالي وساتي، موږ د افغانستان د یووالي لپاره بې له ولسواکۍ او جمهوریته بله لاره نه لرو، خو که دا خلک افغانستان ته راشي، له خلکو سره له نږدې کښېني، خلک وهڅوي، خلکو ته پوهاوی ورکړي دا هغه څه دي چې یو سیاسي جریان پختګۍ ته رسوي.

"د جمهوري غوښتونکو بهیر په داسې حال کې خپل موجودیت اعلانوي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې یو کال پوره کېږي او تر دې دمه د هیڅ حکومت له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوی.

په دې موده کې د ملي مقاومت د جبهې په شمول، چې احمد مسعود یې ځان مشر ګڼي یو شمېر ډلو د طالبانو پر ضد وسلوال فعالیت کړی او وخت په وخت یې په بېلابېلو ولایتونو کې طالب ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړي، هغه ادعاوې چې طالبان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG