د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د دوحې ناسته او د افغان ښځینه فعالانو غوښتنې


کابل کې د طالبانو خلاف یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې - تصویر له ارشیفه
کابل کې د طالبانو خلاف یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې - تصویر له ارشیفه

د افغانستان د وضيعت په اړه د دوحې له غونډې څخه چې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ جوړېږي، د افغان ښځو او د حقونو د فعالان تمې.

یو شمېر دوی وايي، تمه لري دې غونډې ته هغه ښځې وبلل شي چې د دوی په ټکو، د طالبانو له سیاستونو زيانمنې شوې دي.

د سیاسي چارو او ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

" په دې غونډه کې بايد هغه ښځې چې له طالبانو سره مخالف نظر لري او ستونزې لري باید غونډې ته وروبلل شي، هغه ښځې چې د طالبانو له کړنلارو زيانمنې دي وبلل شي، څو یوه سیاسي پروسه رامنځ ته شي."

کوفي: دوحې غونډې ته دې د طالبانو مخالفې مېرمنې هم وبلل شي
کوفي: دوحې غونډې ته دې د طالبانو مخالفې مېرمنې هم وبلل شي

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ترنم سیدي هم ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې باید د ښځو ونډه پیاوړې او مانا لرونکې وي.

سیدي زیاته کړه:

"دې غونډه کې چې په دوحه کې جوړېږي، باید ښځې زیاته ونډه ولري او د هغوی رول باید پیاوړی وي او کوم بحثونه چې تر سره کېږي باید د ښځو په اړه وي، ځکه د افغانستان اوسنی وضعیت داسې دى چې ښځې حتى د ساه کاږلو حق هم نه لري."

تازه دملګرو ملتونو سازمان د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو د استازو او مدني فعالانو د ګډون اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"د دې غونډې د یوې برخې په توګه به د افغان ښځو او د مدني ټولنو د استازو په ګډون د ښځو له ځانګړو استازو سره یو لړ ناستې ترسره شي."

نوموړي د افغان ښځو او مدني فعالانو د نوملړ په اړه چې دې غونډه کې ګډون کوي جزییات ورنه کړل.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نورو سیاسي، ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو باندې د بندیزونو سربیره، د طالبانو حکومت د «بد حجابۍ» په تور د ښځو نیول پیل کړي.

یوه میرمن چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د "بد حجابۍ" په تور نیول شوې او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د توقیف پر مهال ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

هغه زیاتوي:

" طالبان هره لحظه کوټې ته را ننوتل، وهلم يې، په رابړي پايپ سره یې هره شېبه وهلم او ما چيغې وهلې او ژړل مې، زما له چيغو او سپکاوي يې خوند اخيست ما خوښي د هغوى په سترګو کې ليدله، دوی وخندل او په لوړ غږ یې وخندل، حتی که د نورو میرمنو د ژړا غږ له شاوخوا خونو اوریدل کیده، په هغو پورې یې هم خندل، او زه يې هره شیبه وهلم".

په دوحه کې د افغان ښځو په اړه د یوې مخکېنۍ غونډې تصویر
په دوحه کې د افغان ښځو په اړه د یوې مخکېنۍ غونډې تصویر

خو د ذبیح الله مجاهد په ګډون د طالبانو د حکومت ویاندويان له دې وړاندې ورته ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې نیول شوې ښځې او نجونې څو ساعته وروسته د دوی له کورنیو د ضمانت تر اخیستلو وروسته خوشې شوې دي.

تر دې وړاندې هم د نیول شویو نجونو کورنیو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې طالبانو د دوی د لوڼو د خلاصون په بدل کې له دوی څخه پیسې اخیستې دي.

طالبانو د جدى د میاشتې په ،١١ په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د «بد حجابۍ» په تور د نجونو او ښځو نیول پیل کړل، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

له دې جملې څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پر دغه بهیر نیوکه کړې او دا کړنه یې د اندېښنې وړ بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG