د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

مسکو کې امنیتي غونډه؛ کابلوف: د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کېږي


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړه شي.

کابلوف د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د امنیت شورا مشران په دې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي او د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت به خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې چې د دې ناستې هدف د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د تشکیل په هدف له طالبانو سره تعامل او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.

خو د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د دغې غونډې د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي او د طالبانو د حکومت استازي هم دغې غونډې ته نه دي بلل شوي.

که څه هم د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیې په مسکو کې د افغانستان د سفارت کنټرول دغې ډلې ته سپارلی او په کابل کې یې خپل سفارت فعاله ساتلی دی.

د افغانستان په اړه د دا ډول غونډو له جوړولو د مسکو هدف څه دی؟

پخوانی افغان ډپلوماټ غوث جانباز
پخوانی افغان ډپلوماټ غوث جانباز
جانباز: مسکو غواړي دا اوسنۍ غونډه د سیمې د هېوادونو په ګډون جوړه کړي او له یوې خوا خپل دریځ لا پسې کلک کړي او هم له خپلو نږدې متحدینو سره بحثونه ولري

پخوانی افغان ډپلوماټ غوث جانباز چې د روسیې، سیمې او افغانستان اړوند مساییل څېړي د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "د معلوماتو له مخې، د روان کال د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه به په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک په اړه هم بحث وشي چې څه پایلې درلودلې او همداراز په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي ټاکل بررسي کېږي. په دې ترتیب مسکو غواړي دا اوسنۍ غونډه د سیمې د هېوادونو په ګډون جوړه کړي او له یوې خوا خپل دریځ لا پسې کلک کړي او هم له خپلو نږدې متحدینو سره بحثونه ولري."

که څه هم مسکو ظاهراً د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې ساتلې دي، خو روسي جګپوړو چارواکو وخت ناوخت د طالبانو پر حکومت او د اقلیتونو او ښځو په اړه د هغوی پر سیاستونو انتقادونه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اوونۍ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل افغانستان یو داسې حکومت چې ټولې توکمیزې او سیاسي ډلې په‌کې برخه ولري اړتیا لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د لاوروف په وینا، که څه هم په افغانستان کې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی، خو هلته د وضعیت د خرابېدو لپاره شرایط مساعد دي.

د لاوروف دغه څرګندونې د طالبانو د حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا له توند غبرګون سره مخ شوې او مجاهد د ایکس پاڼې یا پخواني ټويټر له لارې په يوه پيغام کې ويلي چې د طالبانو حکومت ټولشموله دى او افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د روسیې په ګډون هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG