د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ معترضو ښځو په کې د ګډون غوښتنه کړې


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته څه کم درې اوونۍ پاتې، د افغانستان د معترضو ښځو خوځښتونو ملګرو ملتونو ته په یوه استول شوي سرخلاصي لیک کې په دې غونډه کې د ښځو د زیات ګډون غوښتنه کړې ده.

سحر فطرت چې د بشري حقونو د څار سازمان سره د څېړونکې په توګه کار کوي، بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې باید افغان ښځې د دوحې د غونډې په پرېکړو کې پراخ رول ولري.

هغې وویل: "دا حتمي او ضروري ده چې د افغانستان زیات شمېر ښځې، له مختلفو لید لورو او غوښتنو، د ایل جي بي ټي LGBT ټولنې او د مدني ټولنې استازي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي. همدارنګه دوی په خپله په غونډه کې، د مسایلو په وړاندې کولو او په پرېکړو کې یې مهمه ونډه واخلي. دا ډېره مهمه ده چې دغه بلنه سمبولیکه او د غونډې په څنډه کې نه وي او داسې نه وي چې د حضور په صورت کې وروستۍ خبره طالبان وکړي."

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه غونډه د دې لپاره جوړوي چې له افغانستان سره د نړیوالې همکارۍ د لا زیاتې همغږۍ اورغنده لاروچارو د زیاتوالي په اړه خبرې وشي.

له بلې خوا د افغانستان د معترضو ښځو خوځښتونو ملګروملتونو ته په یوه استولي سرخلاصي لیک کې په دې غونډه کې د ښځو د زیات ګډون په اړه ځینې غوښتنې مطرح کړې دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د دې خوځښت یوه غړې طاهره ناصري په هغه پیغام کې چې په ټولنیزه شبکه کې یې شریک کړی، وایي چې که ښځې په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړي، نتیجه به یې د دوی لپاره د منلو نه وي.

ناصري وویل: "له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو استازې حضور ولري. کنه نتیجه به یې زموږ لپاره د نه منلو او بې مفهومه وي ځکه موږ د دا ډول غونډو چې د پردې تر شا جوړې شوي، ولیدې. اوس هم موږ د دې شاهدان یو چې د دا ډول غونډو پایله دا وه چې له بده مرغه په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولو انساني حقونو او له اساسي مدني حقونو بې برخې دي."

د یو شمېر هېوادونو او مختلفو سازمانونو او بنسټونو استازي د دوحې غونډې ته بلل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم تایید کړې چې دې غونډې ته بلل شوي دي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د افانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړې استازي پر ټاکل کېدو هم بحث وشي.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په موجودیت کې دا ډول استازي ته اړتیا نه‌شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که دغسې یواستازی وټاکل شي دوی به ورسره همکاري ونه‌کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره ډسمبر میاشت کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره دې یو ځانګړی استازی وټاکل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG