د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د چین او طالبانو دیپلوماسي؛ د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باور لیک ومانه


د چین ولسمشر شي جنپنګ د طالب سفیر مولوي اسد الله بلال کریمي د باور لیک منلو پر مهال
د چین ولسمشر شي جنپنګ د طالب سفیر مولوي اسد الله بلال کریمي د باور لیک منلو پر مهال

د چین ولسمشر شي جنپنګ د یوه بهرني دولت لومړنی مشر دی چې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه د طالبانو سفیر مني.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چین ولسمشر شي جنپنګ ته د طالبانو د حکومت د سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د باورلیک د سپارلو او رسمي مراسمو په اړه بیان خپور کړی.

بلخي لیکلي چې د چین ولسمشر بلال کریمي ته د لوی سفیر او ځانګړي استازي په توګه د باورلیک د منلو پر مهال ښه راغلاست ویلی او په کارونو کې یې د بریا هیله کړې.

د بیان په اساس په دې مراسمو کې چې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې جوړ شوي وو بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره هم لیدلي.

مولوي اسدالله بلال کریمي د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له میاشتې په چین کې د طالبانو د سفارت چارې مخته وړي.

بلال کریمي، په چین کې د طالبانو د حکومت سفیر
بلال کریمي، په چین کې د طالبانو د حکومت سفیر

د چین سینهوا خبري اژانس هم د لسګونو هېوادونو د نویو ټاکل شویو سفیرانو د باورلیکونو د منلو په تړاو یو بیان خپور کړی.

په دې بیان کې د طالبانو د سفیر او یا د نورو هېوادونو نومونه نه دي راغلي، خو ویل شوي چې ولسشمر شي جنپنګ د ۴۲ هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل.

د طالبانو حکومت هم تېر کال د چین د نوي سفیر د باورلیک د منلو لپاره خاص مراسم نیولي وو او د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ورسره ولیدل.

د نړۍ هیڅ هېیواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په ګڼو اسیايي او ګاونډيو هېوادونو کې د طالبانو سفیران او خاص استازي د سفارتونو چارې مخته وړي.

پر طالبانو د نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو پر حقونو د سختو بندیزونو په خاطر نېوکې روانې دي او له ګڼو فشارونو سره سره لا هم طالبانو په دې مورد څه نرمښت نه دی ښوولی.

پوښتنه دا ده چې د چین د ولسمشر له خوا د طالبانو د سفیر د باور لیک منل د طالبانو لپاره څومره ګټوره او مهمه ده؟

نجیب ازاد، د امریکا په وسکانسن پوهنتون کې استاد
نجیب ازاد، د امریکا په وسکانسن پوهنتون کې استاد

د امریکا په وسکانسن پوهنتون کې استاد او د نړیوالو چارو شننونکي نجیب ازاد د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

" د طالبانو لپاره په دې کې شک نشته چې دا خورا لویه لاسته راوړنه به دوی ورته وايي لاکن د ټولو هغو اړیکو سره چې طالبان او چین یې لري او انکشاف یې کړی بیا هم تر څو چې په ملګرو ملتونو، امنیت شورا او اوس دوحه کې چې کومه ناسته ترسره کېږي تر څو چې دغه نړیوال مشروعیت طالبان ترلاسه نه کړي د یوه او دوو هېوادونو سره که هغه څومره په نړیواله او سیمه ییز کچه قوي هم وي د دوی دوه اړخیزې اړیکې به ډېره زیاته ګټه ونه کړي."

د جرمني خبري اژانس په بروکسل کې د یوه مېشت څېړندویه بنسټ او د بحران نړیوال ګروپ په حواله راپور ورکړی چې د سیمې هېوادونه اړتیا لري چې له افغانستان سره د امنیتي او اقتصادي مسایلو په برخه کې تعامل وکړي او له لویدیځو قدرتونو یې هم غوښتي چې د دې ډول هڅو ملاتړ وکړي او یا لږ تر لږه د هغوی مخنیوی ونه کړي.

چین له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو له هغوی سره ښې اړیکې پاللي دي.

بیجینګ دمګړۍ د طالبانو له سترو سوداګریزو شریکانو دی او طالبان وايي چې د واخان له لارې له چین سره د لارې تر پرانیستل کېدو سره به د دې تجارت کچه ډېره لوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG