د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو ښه کولو هڅې؛ انګېرنې او غبرګونه


په کابل کې د "افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ د نوښت" د پروني کنفرانس یوه څنډه
په کابل کې د "افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ د نوښت" د پروني کنفرانس یوه څنډه

د طالبانو د حکومت په کوربه توب د "افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت" تر کنفرانس یوه ورځ وروسته د کړکېچ نړیواله ډله "ای سي جي" وايي، لوېدیځو هېوادونو تر ډېره طالبان منزوي کړي او له همدې امله له ګاونډیو او سیمې سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دي.

په دغه راپور کې چې د سه‌شنبې په ورځ خپور شو، د کړکېچ نړیوالې ډلې له پاکستان، ایران او چین سره د طالبانو اړیکې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې دوی په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسېدلي، څېړلي.

د دې ډلې څېړونکی ابراهیم باهیس چې مرکز یې په بروکسل کې دی وايي، طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره له اړیکو پرته بله لار نه‌لري.

د باهيس په وينا، پر امنيتي مسايلو سربېره د سيمې هېوادونه هم د اقتصادي ګټو پر بنسټ له طالبانو سره اړيکې جوړول غواړي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د اقتصادي او امنیتي دلایلو په خاطر له طالبانو سره د سیمه‌ییزو تعاملاتو ملاتړ وکړي او د هغوی مخنيوی دې نه کوي.

د افغانستان د مخکیني نظام د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي
د افغانستان د مخکیني نظام د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او سياسي فعاله فوزيه کوفي د کړکېچ نړيواله ډله د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

هغې دا ادعا هم وکړه چې د سیمې هېوادونه په خپلو هېوادونو کې د طالبانو په څېر ډلو د کنټرول لپاره د طالبانو له حکومت سره دا ډول تګ‌لاره مخته وړي.

آغلې کوفي ازادي راډیو ته وویل:

"اړيکې او خبرې اترې باید اصولي او د هغو ژمنو پر بنسټ وي چې طالبانو دغو هېوادونو ته د خبرو اترو او سفرونو پر مهال کړې وې او هغه ژمنې هماغه ژمنې وې چې دوی یې په سیاسي بهیر باور لري، دوی بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی کوي، په داسې حال کې چې په عمل کې د خپلو ټولو ژمنو خلاف کړنې ترسره کوي. "

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي هم په‌دې باور دی چې د رسمي حکومت لرلو او رسميت پېژندلو پرته په افغانستان کې پانګونه نه‌شي کېدای.

هغه وايي:

"هغه هېوادونه چې رسمي پېژندل شوی حکومت نه‌لري خپل نړیوال مسؤلیتونه نه‌شي پوره کولی، تر څو چې سیاسي ادرس موجود نه وي، نه‌شي کولی پانګونه رامنځته کړي او د بې‌وزلۍ ستونزې به په خپل زور همداسې پاتې شي."

اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي
اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي

د اقتصادي چارو بل کارپوه میر عبدالفهیم رشید وايي:

"افغانستان یو تولیدونکی هېواد نه‌دی خو د خامو موادو تولیدونکی دی، کله چې تاسو پام وکړئ له اقتصادي اړخه که زه توليد کوونکی و اوسم، زه لېواله یم چې خام مواد راشي او په جوړو موادو یې بدل کړم او بیا یې وپلورم، د تعامل نشتوالی افغانستان ته ګټه نه رسوي، بلکې د سیمې هېوادونو ته زیان رسوي."

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په وار- وار له افغانستان څخه خپلو هېوادونو ته د امنیتي ګواښونو د احتمال په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د "افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ د نوښت" په کنفرانس کې چې د شاوخوا ۱۱ هېوادونو د استازو او سفیرانو په حضور کې جوړه شوې وه وویل، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د سیمه‌ییز دوه اړخيز تعامل او همکارۍ لارې چارې وڅېړي او په سیمه کې د حقیقي او احتمالي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د طالبانو له حکومت سره د مثبت او رغنده تعامل لپاره د سیمې په کچه يو روايت رامنځته کړي.

له څه باندې دوو کلونو وروسته هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د سیمې او افغانستان ګاونډیو هېوادونو د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو ډیپلوماتان منلي او یا یې دغه سفارتونه دوی ته سپارلي دي.

د افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تامین، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه ټول‌شموله حکومت رامنځته کول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو څخه ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG