د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د پانګونې جلب ته د طالبانو هڅې؛ پلاوی یې د چین په «یوه لاره، یو کمربند» غونډه کې برخه اخلي


د طالبانو او چین بیرغونه
د طالبانو او چین بیرغونه

د طالبانو تر ادارې لاندې د د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي دي چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی به راتلونکې اونۍ په چین کې د یوه کمربند یوې لارې په غونډه کې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې دا غونډه د راتلونکې اونۍ د سه شنبې او چارشنبې په ورځو د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې جوړه شي.

آخوندزاده عبدالسلام جاوید له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي به په راروانو ورځو کې پېکېنګ ته سفر وکړي.

ویاند زیاته کړه چې عزیزي به لوی پانګوال افغانستان ته راوبولي.

که څه هم د چین په ګډون هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو چارواکو او وزیرانو څوځلې په هغو غونډو کې چې تر ډېره د افغانستان په مسایلو متمرکزې وي د ګډون لپاره دې هېواد ته سفرونه کړي دي خو د رویټرز د راپور له مخې د یوه کمربند یوې لارې غونډه له هغو مهمو څواړخیزو غونډو ده چې طالبانو ته د ګډون بلنه پکې ورکړل شوې.

طالبان له چین څخه او چین له طالبانو څه غواړي؟

کارپوه، اسحق اتمر
کارپوه، اسحق اتمر

د سیاسي چارو د شنونکي محمداسحق اتمر په باور چین د افغانستان د طبیعي زېرمو او کانونو په لټه کې دی.

نوموړی وایي:

"چینایان دې ته لېواله دي چې د افغانستان د معادنو څخه استفاده وکړي. نو په دې اساس باندې طالبان بیا لېوالتیا لري چې سمدستي د دوی لاس ته پیسې ورشي. د چین یوبل تشویش دا دی چې غواړي په سي پک یا د یوې کمربند یوې لارې په پروژه کې یې چې کومه لویه پانګونه کړې، د واخان له لارې څخه د ایران او بیا د منځنۍ آسیا له لارې خپل تجارت اروپايي هېوادونو ته ورسوي."

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې پراخې طبیعي زېرمې لري.

د تېر جمهوري نظام یوه وزیر په ۲۰۱۰ کال کې اټکل کړی و، چې دا هېواد له مسو نیولې تر سرو زرو او لیتیمو پورې پراخې طبیعي زېرمې لري چې لاس یې نه دی خوړلی او د یوه او درې تریلیون ډالرو ترمنځ ارزښت لري، که څه هم د دې زېرمو د اصلي ارزښت اټکل تراوسه نه دی شوی.

د لوګر د مس عینکو کان، چې قرارداد یې له چینایي شرکت سره شوی
د لوګر د مس عینکو کان، چې قرارداد یې له چینایي شرکت سره شوی

ویل کېږي چې چین له طالبانو سره د هغو طرحو په اړه د خبرو په حال کې دی چې د لوګر د عینک د مسو د کان په اړه یې له پرځېدلي جمهوري نظام سره موافقه پرې کړې وه.

چین له طالبانو سره خپل اړیکي پراخ کړي دي او لومړنی هېواد دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په کابل کې نوی سفیر وټاکه او همداراز په افغانستان کې یې د کانونو په لویو پروژو کې پانګونه کړې ده.

د چین سفیر تېره میاشت خپل اعتبار لیک د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ته وسپاره خو ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ د شارژدافیرانو تر کچې ساتلې دي او ځکه نو حکومت ته د هغو د رسمي اعتبار لیک وړاندې کولو ته اړتیا نه پېښېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG