د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

روسیه: طالبان تر هغې په رسمیت نه پېژنو چې کړې ژمنې پوره نه کړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو له ژمنې څخه سرغړونه کړې.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۴مه، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې هېواد به یې د طالبانو حکومت تر هغو په رسمیت ونه پېژني چې خپلې ژمنې پر ځای نه کړي.

سرګي لاوروف ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت یواځې له "ټولو طالبانو" جوړ دی، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې رد کړې او ویلي یې دي چې په حکومت کې یې د افغانستان ټول قومونه ونډه لري.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف وویل:

" موږ له طالبانو سره په تماس کې یو ځکه د دوی خلک په هېواد کې اصلي واک لري، خو موږ د ملګري ملتونو د ټولو غړو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژنو ځکه چې دوی د بشري حقونو؛په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي او هم د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي."

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې دې سوله ییزې تګلارې غوره کړي
روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې دې سوله ییزې تګلارې غوره کړي

هغه دغه شان د طالبانو د حکومت پر مخالفو ډلو غږ وکړ چې سوله ییزې تګلارې دې پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه، محمد اسحاق اتمر بیا وايي که څه هم نړیواله ټولنه غواړي چې د افغانستان ستونزې د سوله ییزو خبرو اترو له لارې حل شي، خو طالبان به له خپلو مخالفو ډلو سره د خبرو اترو په برخه کې هیڅ کله لېوالتیا ونه ښيي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه:

" طالبان هم دې ته تر اوسه پورې لا چمتو نه دي چې خبرو اترو ته کېني، ځکه دوی ټول واک ترلاسه کړی او دې ته زړه نه ښه کوي چې خپلو مخالفینو سره کېني او د واک وېش ترسره شي."

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سمیع یوسفزی بیا وايي که څه هم د طالبانو حکومت د هیڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د نړۍ یو شمېر هېوادونه له دوی سره ښې اړیکې او راکړه ورکړه لري.

یوسفزی زیاتوي:

" که څه هم دوی داسې څرګندونې کوي چې موږ د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ نه کوو یا دوی په رسمیت نه پېژنو، خو د پردې تر شا دا ټول هېوادونه طالبانو سره ښې اړیکې او سوداګرۍ لري او همدې حکومت سره تګ راتګ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په اړه یوه امنیتي غونډه جوړه شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف مخکې له دې ویلي چې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د امنیت شورا مشران په دې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي او د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت به خبرې وکړي.

په کابل کې د روسیې سفارت فعال دی او مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی
په کابل کې د روسیې سفارت فعال دی او مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی

ویل کیږي چې د طالبانو استازي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دغه هېواد د مسکو فارمت په څېر په نورو ناستو کې هم د طالبانو کوربه توب کړی او د طالبانو له حکومت سره یې خپلې اړیکې ساتلي.

روسیې دغه راز، په مسکو کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.

پر روسیې سربېره د سیمې یوشمېر نورو هېوادونو هم کابل ته خپل دیپلوماتان لېږلي او د طالبانو سیاسي استازي یې هم منلي، خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG