د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

طالبانو له چین څخه د یو کمربند او لارې په پروژه کې د شاملېدو غوښتنه کړې


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر وايي، غواړي چې افغانستان د یو کمربند او لارې په پروژه کې رسماً شامل شي.

د طالبانو یوه چارواکي د چین د سفر په لړ کې هیله ښکاره کړې چې افغانستان رسماً د یو کمربند او لارې په پروژه کې شامل شي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست نورالدین عزیزي، چې چین ته تللی، پرون پنجشنبې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له چین څخه یې غوښتي چې افغانستان په دې پروژه کې شامل کړي.

عزیزي همداراز وویل، د دوی حکومت به چین ته یو تخنیکي ټیم ولېږي چې د هغو مسئلو په اړه خبرې وکړي چې په دې پروژه کې د افغانستان د ګډون خنډ کېږي.

خو ده په دې اړه چې څه شی د یو کمربند او لارې په پروژه کې د افغانستان د ګډون مخه نیسي، څه ونه ویل.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست نورالدین عزیزي
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست نورالدین عزیزي

عزیزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، اوس تر بل هر وخت په هېواد کې پانګونې ته ښه فرصت برابر شوی دی.

هغه زیاته کړه: "پخوا که یوه ولایت ته تللی شوای، بل ته چې هلته کان، کرنه، صنعت او یا انرژي او برښنا زیاته ده، ممکن نه و. اوس د افغانستان ټولې سیمې پانګونې ته تیارې دي."

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر له چین څخه په افغانستان کې د پانګونې د ډېرولو د غوښتنې ترڅنګ وویل، د لیتیم، مس او اوسپنې په شان څه چې چین ورته اړتیا لري په افغانستان کې شته.

د یو کمربند او لارې پروژه یوه لسیزه پخوا د چین د ولسمشر شي جین پینګ په نوښت پیل شوه او دا تر ټولو ستره لویه پروژه ګڼل کېږي چې له یوې خوا د ورېښم پخوانۍ لاره له اروپا او افریقا سره او له بلې خوا له چین سره وصلوي.

د پاکستان او چین اقتصادي دهلېز د دې پروژې یوه برخه ده.

په همدې حال کې د اذرخش حافظي په شمول د اقتصادی چارو ځینې متخصصان وايي، که د یوه کمربند او لارې پروژه افغانستان ته وغځېږي، د افغانستان لپاره ګټوره ده.

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

هغه وویل: "د یو کمربند او لارې پروژه د تریلیون ډالرو پروژه ده او د چین د ستراتیژیک، اقتصادي او سیاسي برلاسي لپاره خدمت کوي. د افغانستان له څنګه تېرېږي او چین د افغانستان ګاونډی دی، له هغې سره وصل کېدل افغانستان ته ډېر امکانات ورکوي چې خپل کاني مواد په پراخه پیمانه نړیوال بازار ته صادر کړي او لږترلږه له سلو هېوادونو سره چې د دې پروژې په لاره کې دي، وصل شي."

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر د دوشنبې په ورځ د یو کمربند او لارې په کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.

دا غونډه د څه باندې ۳۵ هېوادونو د استازو په ګډون د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړه شوه.

د چین په شمول هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي د چین او د طالبانو د حکومت اړیکې پراخې شوي او تېره میاشت چین کابل ته نوی سفیر ولېږه.

XS
SM
MD
LG