د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

واشنګټن ایګزاماینر: چین غواړي د سړک او کمربند پروژه افغانستان ته وغځوي


ارشیف، د افغانستان او چین ګډ بیرغونه
ارشیف، د افغانستان او چین ګډ بیرغونه
  • واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د چین د لېوالتیا پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، په داسې حال کې چې ناټو له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو بوخته ده، چین غواړي د سړک او کمربند پروژه افغانستان ته وغځوي.

واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼه زیاتوي، د هند او پسفیک یوه چارواکي ورته ویلي، چین لېواله دی چې د سړک او کمربند پروژه په دې خاطر افغانستان ته پراخه کړي چې دا هېواد ډېرې طبیعي سرچینې لري چې چین یې خپل هېواد ته ولېږدوي، خو په افغانستان کې له بې ثباتۍ او ناامنۍ اندېښنه لري.

ورځپاڼې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ غونډې ته په اشارې لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د یوه اقتصادي پلان پر لاسلیک کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې درې هېوادونه باید په خپل منځ کې د سړک او کمربند د لوړې کچې همکارۍ جوړې کړي.

لوېدیځ چارواکي د چین دا پروژه یوه لوټونکې اقتصادي طرحه ګڼي، خو له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو وتل په دې هېواد کې د چین هدف ته لاره هواروي؛ که څه هم د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د جګړې دوام او د نورو تروریستي ډلو موجودیت کېدای شي چې یو نوی حالت رامنځته کړي.

واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼه لیکي، د چین دا پالیسي په نړۍ کې له ډېرو نیوکو سره مخامخ ده او که په افغانستان کې یې هم عملي کړي، انتقادونه به پرې ډېر شي او بې وزله افغانستان به په پورونو کې ډوب کړي.

د ورځپاڼې له مخې، افغانستان ډېرې طبیعي زېرمې لري او ځینې یې په نړۍ کې نادر مواد دي چې چین ورته په لوړه ټکنالوژۍ کې اړتیا لري.

د لیکنې په دوام کې راغلي، باور کېږي چې پاکستان د طالبانو د ماتولو او په افغانستان کې د یوه قوي حکومت د جوړولو لپاره د امریکا هڅې کمزورې کړې، خو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د سیمې هېوادونه له هغه امنه بې برخې کوي چې امریکايي پوځیانو ورته راوستی و.

اوس په پاکستان کې ډېره وېره ده. د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، له کله چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو نېټه اعلان کړې، طالبان احساس کوي چې جګړه یې ګټلې ده.

واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼه کاږي، د چین د دیپلوماتیک پلاوي له یوې خبرپاڼې سره سم، د امریکايي پوځیانو له وتلو سره پاکستان او چین غواړي سیاسي واک ته د طالبانو د بېرته راتلو هرکلی وکړي.

د ورځپاڼې په باور دا به په افغانستان کې د چین اقتصادي حضور ته لاره هواره کړي.

  • اوکلاهامن امریکايي خپرونه

اوکلاهامن امریکايي خپرونې د اوکلاهاما د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د انسټیټیوټ په اړه لیکلي چې وايي، دوی له افغانستانه نه وځي.

دا انسټیټیوټ له ۱۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او وايي چې ۵۱۶ سوداګرې ښځې یې روزلي چې اوس ۸ زره کار کوونکي لري.

په لیکنه کې د دوی له قوله راغلي چې کار یې لا بشپړ نه دی، ان که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي هم، دوی به د نورو افغان ښځو روزنې او په کار بوختولو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG