د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۲۲

افغانستان د ورېښمو شبکې"یوکمربند، یوه لار" کې چېرته دی؟


د چین ولسمشر شې‎ جېن پېنګ په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې مرکزي او جنوب‎ ختیځي اسیا ته په سفرونو کې د "یو کمر بند، یوه لار" په نوم د داسې سترې اقتصادي پروژې پر ګټو خبرې وکړې چې اسیا، اروپا او افریقا سره نښلولای شي.

د چین دا پروژه دوه برخې لري چې یوه برخه یې په سمندر او بله یې په وچه کې تېرېږي.

د سمندر له لارې به چین له سرېلانکا سره ونښلي او د ځمکې شبکه يې په څه باندې ۶۰ هېوادونو کې تېرېږي او تر اروپا او افریقا به ورسېږي.

د چین حکومت په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د دې پروژې د تمویل اداره جوړه کړه او ابتدايي مرحلې ته يې لږترلږه ۴۰ ميليارده ډالر ځانګړي کړل.

د چین حکومت ژمنه کړې چې د "یوکمربند، یوه لار" پروژه به د نړیوال کېدو یا "ګلوبلایزېشن" پر پنځو اساسي اصولو بنا وي چې د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، متقابل زغم، د هېوادونو په کورنیو چاروکې عدم مداخله، د متقابلو ګټو خوندیتوب او سولې ته درناوی دی.

د چین حکومت وايي، د "یوکمربند، یوه لار" پروژه د ورېښمو د لرغونې لارې په نظر جوړه شوې ده.

چین غواړي، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې له ترکیې او د ګوادر له لارې د عربو له خلیج سره وصل شي.

تاریخ پوه او لیکوال، ډاکټر پيټر فرانکوپان چې په اکسفورډ کې د بېزنټین څېړنو مرکز مشر دی، د ورېښمو پر لرغونې لارې یو کتاب لیکلی چې له چینه تر اروپا د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې تاریخ ته یې کتنه پکې کړې ده.

کتاب یې

ډاکټر فرانکوپان له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، دا د لنډو او اوږدو لارو مجموعه وه چې د انټرنټ او ارتباط د پر مختللو وسأیلو تر رامنځ ته کېدو مخکې یې د تجارت، کلتوري ارزښتونو او د خلکو د ټولنیز ژوند پر پراختیا مهم اغېزدرلود.

ډاکټر فرانکوپان
ډاکټر فرانکوپان

ډاکټر فرانکوپان وایي:

"د ورېښمو لار، د یوې منفردې لارې په توګه چې چین له اروپا سره وصل کړي، اصلا نشته، دا ډېرې وړې او غټې لارې وې چې سره یوځای شوې وې، مثلاً، له غزني تر بامیانه او بیا تر کابله تللې لارې چې په نهایت کې یې له چینه تر اروپا او افریقا د ارتباط شبکه جوړه کړې وه، دا د غڼې ځالې ته ورته یوه شبکه وه چې له ختیځه تر لوېدیځه او له شماله تر جنوبه غځېدلې وه، له دې لارې خلکو تجارتي مالونه، نظریې، دینونه، ژبې او فرهنګونه تبادله کول."

ډاکټر فرانکوپان وویل، د دې شبکو یو اساسي اهمیت دا و چې څه باندې دوه زره کاله مخکې یې انسانان سره نښلولي وو او د نړیوال کېدو یا "ګوبلایزېشن" نظر یې رامنځ ته کړی و.

د ورېښمو شبکه د شیان یا سیان له ښاره پیلېده چې هغه مهال د چین پلازمېنه وه.

چینايي سوداګرو له دې ځایه د اروپا پر لور ۷۰۰۰ کېلومټره سفر پېلاوه.

د ورېښمو د شبکې له جوړېدو سره، شیان د نړۍ په داسې بډای ښار بدل شو چې تقریباً، د ټولې نړۍ سوداګر ورته راتلل او معاملې یې کولې.

د ورېښمو شبکه په افغانستان کې خپل تاریخ لري او د هغه هېواد پر کلتور، د خلکو پر عقایدو او اقتصاد یې مهم اغېز درلود.

بامیان:

د هندوکش په غرونو کې دا دوه نیم زره متره دره د ورېښمو پر شبکه پرته وه، دا دره له چینه ترمنځني ختيځه د سوداګرو د کاروانونو پر لار پرته وه.

بلخ :

بلخ، مرو او نېشاپور د ورېښمو د پخوانۍ شبکې درې عمده ښارونه بلل کېږي.

بلخ تقریباً دوه نیم زره کلن تاریخ لري.

مزارشریف.
مزارشریف.

د افغانستان دغه ولایت ته د هندوکش غرونو او امو دریاب عمده اقتصادی اهمیت ورکړی و.

بلخ هغه وخت په سیمه کې د کلتوري فعالیتونو پېژندل شوی ټاټوبی و چې په تاریخي روایتونو کې راغلي چې عربان پر افغانستان تر یرغل وروسته دومره د بلخ د برم تر اغېز لاندې راغلي وو چې دغه ښار ته يې "ام‎البلاد" نوم ورکړ.

د اوسني افغانستان بلخ ولایت که څه هم په ۱۲۲۰ مېلادي کال کې د چنګېز د حملې له امله ویجاړ شو او بیا یې هېڅ کله خپل پخوانی برم پېدا نه کړ؛ خو د ورېښمو زړې شبکې په پخوانیو نقشو کې یې لا هم یادونه کېږي.

هرات:

هرات د هرېرود پر غاړه پروت دی چې دا دریاب د قراقروم شګو ته بهېږي.

د راپورونو پر اساس، د هرېرود حوزه د منځنۍ اسیا تر ټولو سیمو زیاتې ښېرازې ځمکې لري.

د ورېښمو لرغونې شبکه د افغانستان پر دغه ولایت تېره شوې او د اوسني ایران کرمان ولایت ته غځېدلې وه.

خو افغانستان د ورېښمو شبکې د بیا جوړولو په نوې پروژه "یوکمربند، یوه لار" کې چېرته دی؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ادارې غړي او په کابل کې د یوه شخصي پوهنتون استاد سید مهدي منادي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي وضعیت خرابوالي له‎دې سترې اقتصادي او تاریخي پروژې د افغانستان د بې برخې کېدو لاره جوړه کړې ده.

ښاغلي منادي د افغانستان د حکومت په استازیتوب خبرې نه کولې؛ خو د یوه څېړونکي په توګه یې ازادي راډیو ته وویل:

"زه د دې سیمې د څارونکي په توګه خواشینی یم چې افغانستان په رسمي ډول د چین دوو مهمو اقتصادي دهلېزونو ته لار نه لري، د چین یوه مهمه اقتصادي لار په پاکستان کې د ګوادر تر بنده رسېږي او بله يې له منځنۍ اسیا تېرېږې، چین اندېښنه درلوده چې د افغانستان د امنیت د خرابوالي له امله ښيي دا پروژه یو مخ ناکامه شي؛ نو غوره یې وبلله چې افغانستان ته له دې لارې سره د یو ځاي کېدو د فرعي دهلېزونو د جوړولو انتخاب پرېږدي."

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونو د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي، د چین په ابتکار، په‎ داسې سترې اقتصادي پروژې کې ګډون به افغانستان ته مېلیونونه ډالر ګټه رسولې وای.

د نوموړي په باور، له داسې مهمې پروژې بې برخې کېدل افغانستان ته لوی معنوي او اقتصادي زیان دی.

اذرخش حافظي.
اذرخش حافظي.

اذرخش حافظي وویل:

"زموږ په تاریخي جغرافیا کې د ورېښمو لار د واخان له دهلېزه تېرېده؛ خو دوی "چین" واخان له لارې ایستلی دی، دا یوه لويه پروژه ده چې تر ۸۰۰ بلیونه ډالرو زیات لګښت ورباندې کېږي، چین د یوه زبرځواک اقتصادي ځواک په توګه ځان ته ځمکنۍ شبکه جوړوي او چین به ښيي په ۲۰۲۵ مېلادي کال کې د نړۍ لومړی اقتصادي هېواد وي."

ښاغلي حافظي زیاته کړه چې د افغانستان په خاوره کې د چین د "یو کمربند، یوه لار" پروژې تېرېدلو اقتصاد ښه کاوه او افغانانو ته یې کارونه یې پېدا کول، دې دواړو مسئلو په افغانستان کې د امنیت او ثبات له ټېنګېدلو سره ښه مرسته کولای شوه.

په اکسفورډ کې تاریخ پوه او د بېژنټین مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر پیټرفرانکوپان چې د ورېښمو شبکې په اړه يې څېړنه کړې او کتاب یې ورباندې لیکلی، وايي، دا چې د افغانستان خاوره په مستقیم ډول د چین د سړک په نقشه کې نه‎ده شامله شوې ښيي افغانانو ته له احساسي پلوه سخته وي.

ډاکټر فرانکوپان زیاته کړه:

"د افغانستان لویه ستونزه د ثبات نشتوالی دی، د سیاسي کنټرول په نشتوالي او وسله‎وال تشدد کې ستره پانګونه او د سترو پروژو پېلول ګران کار دي، په دې دلیل چې افغانستان له داسې سترې پروژې پاتې شوی، تر یوه حده دا دی چې څوک نه پوهېږې چې سبا به افغانستان څه ډول وي؟ خو زما په نظر، تر ټولو ښه مقایسه یې دا ده چې کله اروپايی ټولنه جوړه شوه، د ختيځې اروپا هېوادونه خوابدي وو چې نه‎دي پکې شامل شوي، زه فکر کوم چې افغانستان داسې ګڼي چې ډېر بد غورځول شوی او داسې سترې پروژې سیمې ته راځي؛ خو دوی ته ځای نه پکې ورکول کېږي."

خو له دې ټولو خبرو سره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د ادارې غړي او د پوهنتون استاد سید مهدي منادي وايي، د چین د حکومت دا پروژه به تر ۲۰۴۹ مېلادي کاله بشپړه شي؛ لا په لومړیو مرحلو کې ده؛ نو د افغانستان حکومت ښيي لا هم په‎دې پروژه کې د ونډې ترلاسه کولو امکان لري.

سید مهدي منادي وویل:

"زه افغانستان لا هم له‎دې لارې سره له یوځای کېدو بې برخې نه شم ګڼلای، افغانستان له چین سره دوه موافقې کړي چې له دواړو اقتصادي دهلیزونو سره د فرعي لارو په مرسته وصل شي، امنیت هغه لویه ستونزه ده چې د چین حکومت اندېښنه ورته لري؛ خو که چېرې داسې وګڼو چې افغانستان له فرعي لارو هم له‎دې پروژو سره نشي یو ځای کېدلای، نو فکر کوم چې موږ په حقیقت کې د ګډ ژوند له تر ټولو سترې پروژې پاتې شوي یوو او خپل هغه تاریخي موقعیت به مو هم له لاسه ورکړی وي چې اروپا او اسیا یې نښلوله، د دې لارې تاریخي ارزښت او اقتصادي اهمیت زموږ تر ټولو معادنو زیات دی، که تاسو سنګاپور ته ورګوئ، هغه هېواد د خپل مهم موقعیت له مخې پرمختګ وکړ او په یوه اقتصادي قدرت بدل شو؛ نو موږ باید کوښښ وکړو چې خپل ښه موقعیت ونه بایلو او د سیمې له اقتصادی پروژو سره باید وصل شو."

د ښاغلي منادي په وینا، د ملي وحدت حکومت د اسیا پراختیايي بانک ته څلور پروژې سپارلې چې په ګوادر او ترکمنستان کې د چین له دواړو اقتصادي دهلیزونو سره، له فرعي لارو د افغانستان د یو ځای کېدو امکان پېدا کوي.

خو دی ټینګار کوي چې له داسې سترې نړیوالې پروژې سره، حتی له فرعي لارې د یو ځای کېدو لپاره په افغانستان کې پیاوړي او متحد مرکزي حکومت، اغېزمنې بهرنۍ کړنلارې او سیاسي ثبات ته اړتیا ده.

د مهدي منادي په وینا، د افغانستان د حکومت بهرنی سیاست باید داسې وي چې سیمه‎ییز او نړیوال قدرتونه قانع کړي چې په سترو اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون، د ټولې سیمې له امنیت سره مرسته کولای شي او د دغه هېواد منزوي کېدل د ټولې سیمې ثبات ته زیان رسولای شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي وايي چې د افغانستان حکومت باید له خپلو کورنیو اختلافونو لاس واخلي او ملي فکر وکړي.

اذرخش حافظي وویل:

"لوی کارونه د یوه مقتدر او ملي دولت له خوا کېږي، هغه دولت چې د قدرت متعدد مراکز لري او په کورنیو جنجالونو اخته وي، داسې پراګنده حکومت چې پر اصلي مسأیلو متمرکز نه وي، ملي وخت ضایع کوي، زموږ ډېر ملي وخت ضایع شوی دی، ډېر چانسونه په مصلحتونو، تحمل او زغم کې زموږ له لاسه وتلي دي، موږ باید د خپلو ګټو د دفاع لپاره یوه متعارف، مقتدر اومتحد حکومت ولرو."

د سیمه‎ییزو چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد سید مهدي منادي وايي، د افغانستان د امنیت او ثبات په اوسني حالت کې سیمه‎ییز او نړیوال قدرتونه رول لري او پیاوړې بهرنۍ کړنلاره هغوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کولای شي.

د ښاغلي منادي په وینا، که د دولت واکمنان سیاسي ناندرۍ ختمې کړي او د امنیت ښه کولو او د اداري فساد پرضد مبارزې ته جدي پام وکړي؛ نو ښيي افغانستان یو وار بیا له چین ترهنده او اروپا د نړیوال تجارت په قافله کې ځای پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG