د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

امریکا په افریقا کې د روسیې او چین د "استثماري" فعالیتونو مخه نیسي


افریقا په نړیوال سیاست کې کمه مطرحه ده او تر ډېره د توجو مرکز نه دی.

خو اوس د امریکا متحدو ایالتونو د دې لویې وچې لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې ده، څو د امریکا د چارواکو په وینا، دغلته د روسیې او چین د استثماري فعالیتونو مخه ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د پنجشنبې په ورځ پر چین او روسیې تور پورې کړ چې د ده په وینا، د امریکا د ګټو پر خلاف په ټوله افریقا کې استفاده کوي.

جان بولټن
جان بولټن

دی وایي:

"لویو سیاسي رقیبانو، چین او روسیې په تدریجي ډول په ټوله افریقا کې سیاسي او اقتصادي نفوذ پراخه کړی دی، هغوی په قصدي او یرغلیزه توګه په سیمه کې پانګونې په نښه کوي، څو د امریکا د متحدو ایالتونو پر ضد په رقابتي توګه کټې تر لاسه کړي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، روسیه غواړي چې د مالي درغلیو څخه د ډکو معاملو له لارې په افریقا خپل اغېز پراخ کړي.

جان بولټن پر مسکو تور پورې کړ چې غواړي په ملګرو ملتونو کې د رأیو تر لاسه کولو په بدل کې، د وسلو او انرژۍ له پلورلو ګټه واخلي او د افریقا په لویه وچه کې یې همدا لاره خپله کړې ده.

نوموړي د چین په اړه هم وویل چې غواړي د رشوت په ورکولو سره په مبهمو قراردادونو او ستراتیژیکو پورونو افریقا د پیکېنګ په یوه مستعمره بدله کړي.

چین او روسیه چې دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ویټو حق لري، تر اوسه یې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د دې تورونو په اړه عکس العل نه دی ښودلی.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ټیبور ناګي د دې هېواد د کانګرس غړو ته په خبرو کې د افریقا په لویه وچه کې د چین د اقتصادي، نظامي او سیاسي نفوذ د پراختیا په اړه خبرداری ورکړ.

چین په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د (یو کمربند یوې لارې) په نوم نړیواله پروژه پیل کړې.

د دې پروژې پر بنسټ چین له جنوب ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، اروپا او افریقا سره د ځمکې او اوبو له لارې وصلېږي.

پیکېنګ همدارنګه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افریقايي هېواد جیپوتي کې یوه وړه پوځي اډه پرانیسته.

دا هغه هېواد دی چې په کې د افریقا لپاره د امریکا یوازنۍ او دایمي پوځې اډه هم پرته ده.

XS
SM
MD
LG