د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د چین لویې زېربنايي پروژې په تړاو پاکستان ته د امریکا خبرداری


د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز چې په کې د اورګاډي، سړک او انرژۍ تاسیسات شامل دي، د "یوې لارې، یو کمربند" په نوم د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د سترې چینايي پروژې برخه ده.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز چې په کې د اورګاډي، سړک او انرژۍ تاسیسات شامل دي، د "یوې لارې، یو کمربند" په نوم د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د سترې چینايي پروژې برخه ده.

د امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د چین په لویه ترانزیتي لاره کې پانګونه وکړي، نو ښايي له اوږدمهالو اقتصادي ګواښونو سره مخامخ شي.

امریکا اسلام آباد ته وړاندیز کړی چې په دې لاره کې د پانګونې پرځای دې د امریکا تجارتي موډلونو یا نمونو ته کتنه وکړي.

د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز یوې غونډه ته وویل، "د یوه کمربند او یوې لارې" په نوم د چین د عامه تاسیساتو د لویې پروژې ګټه یوازې بیجینګ ته رسېږي.

متحده ایالات او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو هم پر چین له دې کبله انتقاد کړی چې د عامه تاسیساتو د دې لویې پروژې د عملي کولو په ترڅ کې د سیمې بېوزلي هېوادونه د داسې پورونو اخیستو ته اړباسي چې هغوی یې بیرته نه شي پرې کولای.

د یو کمربند او یوې لارې په نوم د چین او پاکستان په ګډه پروژه کې چې شپېته میلیارد ډالر لګښت پرې کېږي، د اورګاډي پټلۍ، سړګونه او د انرژۍ د لېږد تاسیسات شامل دي. دا د یو تریلیون ډالرو په لګښت د چین د هغې لویې ترانزیتي پروژې یوه برخه ده چې پراخه سیمه رانغاړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پرون د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ووډرا ویلسن په څېړنیز مرکز کې خبرې کولې وویل، دا خبره باید واضحه شي چې د دې پروژې هدف مرسته نه ده.

مېرمن ویلز خبرداری ورکړ چې د دې پروژې اصلي هدف د داسې بې امتیازه پورونو ورکول دي چې په ترڅ کې یې چینايي کمپنۍ دې هېوادونو ته خپل کارګران او مواد استوي.

هغې زیاته کړه، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د وزګارتیا کچه په زیاتېدو ده، دا پروژه تر ډېره پر چینايي کارګر او صادراتي موادو متکي ده.

مېرمن ویلز وویل، دا پروژه د پاکستان د اقتصاد لپاره ډېره ګرانه پریوځي، په تېره په داسې حال کې چې د پورونو د پرې کولو موده یې هم په راتلونکو شپږو کلونو کې رارسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د چین په دې ترانزیتي لاره کې پانګونه وکړي، نو ښايي له اوږدمهالو اقتصادي ګواښونو سره مخامخ شي.

مېرمن وېلز یادونه وکړه چې که څه هم متحده ایالات د چین په شان نه شي کولای د دولتي کمپنیو په وسیله په پاکستان کې پانګونه وکړي، خو د امریکا د خصوصي سکتور شرکتونه به د متحده ایالاتو د حکومت له پورونو سره په ګډه له پاکستان سره په اقتصادي برخه کې اساسي مرسته وکولای شي.

XS
SM
MD
LG