د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

عمران خان: د بلوچستان وروستی برید د اقتصادي پرمختګ د سبوتاژ یوه هڅه وه


په بلوچستان بندري ښار ګوادر کې د پېرل کانټیننټال هوټل چې وړمه ورځ برید پرې شوی و
په بلوچستان بندري ښار ګوادر کې د پېرل کانټیننټال هوټل چې وړمه ورځ برید پرې شوی و

د پاکستان صدراعظم عمران خان د بلوچستان ايالت په ګوادر کې پر يوه عصري هوټل د وړمې ورځې حمله چې پکې پنځه کسان وژل شوي، وغندله او ویلي یې دي چې دا د اقتصادي پرمختګ د سبوتاژ یوه هڅه وه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په بلوچستان کې د وړمې ورځې برید د اقتصادي پروژو او خودکفايي د سبوتاژ یوه هڅه وه.

د پاکستان صدرات په یوه بیان کې د خان په حواله ویلي چې هېڅ کله به د دغو هڅو بریالیتوب ته اجازه ورنه کړل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان پوځ وايي چې په ګوادر کې یې په یوه عصري هوټل درې واړه حمله کوونکي وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای. اس. پي. ار) وایي چې په برید کې د هوټل څلور کارکوونکي او د پاکستان د سمندري ځواکونو یو افسر وژل شوي.

(ای. اېس. پي. ار) وايي، په ژوبلو کسانو کې څلور پوځیان او دوه د هوټل کارکوونکي شامل دي.

د بېوزلي ايالت بلوچستان بندري ښار ګوادر چې پکې وړمه ورځ پېرل کانټیننټال هوټل تر برید لاندې نیول شوی و، د چين د پانګونې د پروژو عمده سيمه ګڼل کېږي.

دغه پانګونه د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پروګرام په چوکاټ کې شوې ده.

دغه پروژه چې ارزښت يې ٦٠ ميليارده ډالرو ته رسېږي، په کې يو بندر، هوايي ډګر، لويه لار او روغتون شامل دي.

د پروژې عمده هدف له عرب سمندرګي سره د چين د شين جيانګ ولايت تړل دي.

د بلوڅانو يوې بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسؤليت منلى او ویلي یې دي چې هدف یې چینایان او نور بهرنیان وو.

په اسلام اباد کې د چین سفارت دا برید غندلی او د پاکستان امنیتي ځواکونه یې ستایلي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم پاکستاني پوځیان ستایلي چې د ده په خبره د ډېرو قربانیو مخه یې نیولې ده.

بلوڅ بېلتون غوښتونکي له کلونو راهیسې تورن دي چې له تېلو ډک بلوچستان کې یې یوه اندازه بریدونه کړي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکي د دغې سیمې د طبیعي زېرمو په عادلانه وېش ټینګار کوي.

ګڼې نورې تُندلارې ډلې هم په په بلوچستان کې فعالیت کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG