د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

پاکستان رد کړه چې ګوندې د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه پوځي اهداف تعقیبوي


د پاکستان ملي بیرغ
د پاکستان ملي بیرغ

پاکستان هغه راپورونه رد کړل چې وایي، په دې هېواد کې د چین د ميلیاردونو ډالرو بنسټیزه پروژه پوځي اهداف تعقیبوي.

په دې اړه چې په پاکستان کې پر بنسټیزو پروژو چې ګواکې هغه پوځي اهداف تعقیبوي، لومړی ځل نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روانې میاشتې په ۱۹مه راپور ورکړ.

دې ورځپاڼې په دې راپور کې وویل چې اسلام اباد او پیکېنګ چې اصلي متحدین دي، د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراخې بنسټیزې پروژې د یوې برخې په توګه پوځي پروژې هم پلان کړي دي.

د چین او پاکستان ملي بیرغونه
د چین او پاکستان ملي بیرغونه

د CPEC په نوم دغه لویه پروژه د چین لوېدیځ ولایت شینجینګ د عربو د سمندرګي په خوا کې د پاکستان د ګوادر بندر سره نښلوي.

په دغه لویه پروژه کې چې هغه د چین د یوه کمربند یوې لارې د یوه تریلیون یا زر ملیاردو ډالرو د پروژې برخه ده، د رېل او سړکونو لارې او د انرژۍ تاسیسات جوړېږي.

د چین د یوه کمربند یوې لارې په پروژه کې شااوخوا اویا هېوادونه شامل دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې د پاکستان هوایي ځواک له چینایي چارواکو سره یو پټ پلان نهایي کړی چې له مخې یې پاکستان په خپله خاوره کې د چین جټ الوتکې، وسلي او نور پوځي وسایل تولیدوي.

په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي چې د یوه محرم پلان له مې په فضا کې هم د چین او پاکستان ترمنځ همکاري پراخېږي.

دا هغه برخه ده چې پنتاګون په دې وروستیو کې پیکېنګ تورن کړی و چې له لسیزو راهیسې د فضا د نظامي کولو هڅه کوي.

پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه پوځي اهداف نه تعقیبوي.

فیصل وویل چې دغې پروژې د پاکستان د اقتصاد له ښه کولو سره ډېره مرسته کړې، په تېره بیا د انرژۍ او د ټرانسپورټ د سکټورونو برخه ورسره ښه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دا یوه دوه اړخیزه اقتصادي پروژه ده چې د هېڅ هېواد پرضد نه ده.

XS
SM
MD
LG