د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

"هغه څه چې چین غواړي په افغانستان کې شته"


فارن پالیسي خپرونه وايي، هغه څه چې چین غواړي په افغانستان کې شته.

د خپرونې په لیکنه، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وخت ته له نږدې کېدو سره سم د دې هېواد د ستر ګاونډي په اړه بحثونه هم بدل شوی دی.

فارن پالیسي لیکي، امریکايي کارپوهان نور پر دې بحث نه کوي چې؛ چینايي پانګوال به په افغانستان کې د امریکا او ناټو په مټ د رامنځ ته شوي ثبات څخه مفته ګټه اخلي.

بلکه اوس په افغانستان کې د چین د سترو دولتي شرکتونو د پانګونې تمه کیږي؛ ځکه داسې هیله ده، چې د بهرنیو هیوادونو د پانګونې په مرسته به په افغانستان کې یو مرکزي حکومت رامنځ ته شي او خلکو ته به د جنګ پر ځای د پيسو پيداکولو لاره پيدا شي.

خو چینايي کمپنۍ هم له هغو زیاتو بې باوریو سره مخامخ دي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا ځواکونه په تیره یوه لسیزه کې ورسره لاس ګریوان وو.

د افغانستان حکومت په دې هیواد کې د چین د اقتصادي پانګونې پلانونو ته د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته؛ د اقتصادي ثبات ټینګولو د ستراتیژۍ د یوې سترې برخې په سترګه ګوري.

خپرونه وايي، د افغانانو له نظره دا ښايي دا مساله سمه وي؛ خو که په افغانستان کې د چین د پطرولیم د ملي شرکت (CNPC) فعالیت له نږدې وڅارل شي؛ نو لیدل کیږي، چې دا په اروپا او اسیا کې د چین د انرژۍ د پراختیايي شبکې یوه برخه ده او باید په راتلونکو کلونو کې د افغانستان لپاره د چین د انرژۍ پلانونه په دقت وکتل شي.

که چیرې په منځنۍ اسیا کې تجربې ته وکتل شي؛ نو داسې ګڼل کیدلای شي؛ چې د انرژۍ په برخه کې د چین د پانګونې په مرسته منځ مهالی ثبات د اوږدې مودې خپل واکۍ په بیه تمامیدلای شي.

کرسچین ساینس مانیټور خپرونه په پاکستان کې د وسله والو د فعالیت په اړه او د پاکستان د حکومت پر دریځ تبصره خپره کړې ده.

ورځپانه وايي، ایا پاکستان خپل قبایلي کمربند له طالبانو پاکولای شي؟

د کرسچین ساینس مانیټور په لیکنه، جنوبي وزیرستان، چې خوار او د پاکستان حکومت په لوی لاس له پامه غورځولی دی؛ په دوام دار ډول د دې هیواد او سیمې په کچه د ناکراریو مرکز و.

کلونه کلونه د پاکستان مرکزی حکومت د القاعده او طالبانو په څير وسله والو ګروپونو ته اجازه ورکړې، چې له دې سیمې په ګاونډي هیواد افغانستان کې د کړکیچ د رامنځ ته کولو لپاره د پناه ځای په توګه کار واخلي.

له دې بحران څخه د سیمې ملکي خلک هم متاثره شوي او په سیمه کې تعلیمي او اقتصادي وضعیت ته یې ضرر رسولی دی.

کرسچین ساینس مانیټور وايي: له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نیټه رانږدې کیږي او پاکستاني حکومت سیمه کې د خپل رول په بیا ارزولو او د وسله والو ملیشو د ځپلو د پالیسي په بیا کتنه پيل کړی دی.

خو ځيني کار پوهان عادي خلک او قبایلي مشران په دې اړه شک څرګندوي؛ چې د پاکستان حکومت به په ریښتیا هم په قبایلو کې د اصلاحاتو توان او علاقمندي ولري.

خو د پاکستان پوځ وايي، چې په فاټا کې یې زیاتې برخې تر خپل کنټرول لاندې کړې او تر ټولو وروستۍ لاس ته راوړنې یې په جنوبي وزیرستان کې وې.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې دلته پوځي عملیات پیل کړل؛ خو خپرونه وايي، چې حتی دا سیمې هم په بشپړ ډول د ملکي ادارې لاس ته نه دي لویدلي، ډېر ځایونه لا هم د حکومت د کنټرول له ساحې بهر دي.

په قبایلو کې د پراختیايي پروګرامونو یو څارونکی "نظام داور" خپرونې ته وايي: "په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره سم هغو وسله والو، چې په خپله امریکاییانو روزلي وو؛ د ناټو پر ځواکونو حملې پيل کړې او د پناه اخیستلو لپاره به پاکستان ته راتښتیدل."

د ښاغلی داور په وینا، بله خبره، چې مسایل یې پيچلي کړي دي دا ده، چې د پخواني جنرال پرویز مشرف په مشرۍ پاکستاني پوځ په فاټا کې د طالبانو له مشرانو سره د سولې موافقه کړې وه.

مشرف له یوې خوا ځان له امریکا سره د ترور ضد جګړې یو ټینګ محتد اعلان کړی و او له په عین حال کې یې په عملي ډول وسله والو ته پناه ورکړې وه.

د کرسچین ساینس مونیټور خپرونه د کارپوهانو په حواله وايي چې؛ د پاکستان پوځ لا هم نه غواړي، چې په فاټا کې د افغان طالبانو له ډلو سره اړیکي وشلوي ځکه دې ته له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د نفوذ د لارې په سترګه ګوري.

په فاټا کې د پراختیايي پروژو کارپوه نظام داور وویل:

"فاټا به بیا هم له قانوني چوکاټه وتلې پاتې کیږي؛ ځکه پوځ پر دې ستراتیژيک کمربند مطلق کنټرول غواړي؛ نو ملکي اداره ګوښې ته شوې ده."
XS
SM
MD
LG