د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره بیا مخالفت وکړ


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د طالبانو حکومت وايي چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د راروانې غونډې د جزییاتو له ترلاسه کولو وروسته به په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت یوځل بیا د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره چې په پام کې ده د دوحې په غونډه کې بحث پرې وشی خپل مخالفت څرګند کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون پر ایکس شبکې ولیکل چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون په دې اړه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې خبرې وکړې.

د بلخي په وینا په دې کتنه کې د دوحې د غونډې په اړه مفصلې خبرې وشوې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي

بلخي وايي، متقي د دوحې د غونډې د بریالیتوب لپاره هیله څرګنده کړه، خو ټینګار یې کړی چې اوسني وضعیت ته په پام سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته کوم موجه دلیل نه شته.

سینیرلي اوغلو ویلي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حکومت د ګډون په اړه د ټولو ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځته شوې او ملګري ملتونه هیله لري چې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د بلخي په وینا، متقي په ځواب کې ویلي چې د طالبانو حکومت به د دوحې د غونډې د څرنګوالي، اجنډا او ګډونوالو په اړه د مفصلو جزییاتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړي چې ګډون په‌کې کوي که نه.

د متقي او سینیرلي اوغلو له کتنې دوه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له متقي سره وکتل او د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه یې ورکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۲۹مه په ۲۷۲۱م نمبر پرېکړه لیک کې پر نورو مسایلو سربېره سرمنشي انټونیو ګوټېریش ته دنده وسپارله چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وګوماري خو طالبانو هغه مهال وویل چې د داسې یوه استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

په عین حال کې طلوع نیوز تلوېزیوني چینل بیګا د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارل د ملګرو ملتونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.

یو شمېر افغان سیاستوالو له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامدکرزي د امنیت شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې باور دی چې مېرمن اوتونبایووا اوسمهال تر ډېره د ملګرو ملتونو په عملیاتي چارو کې بوخته ده، خو ځانګړی استازی کولای شي په لوړه کچه د سیاسي مذاکراتو او د طالبانو او نورو هېوادونو ترمنځ اړیکي ټینګ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي

فرهادي زیاتوي: : "د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې چې چین او روسیې ممتنع رایې ورکړي، باید د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي څو سیاسي مذاکرات پیل کړي او سوله ییزې لارې چارې ومومي څو د افغانستان نورې سیاسي پرګنې که دننه دي که بهر او په واک کې برخه نه لري، له طالبانو سره په مذاکراتو کې شامل شي او داسې یو حکومت رامنځته شي چې ټولو ته د منلو وړ وي."

په پام کې ده چې د دوحې غونډه د ملګروملتونو په کوربه توب د فبروري په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پلازمېنه کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکنه سربېره پر نورو مسایلو له هغې ډلې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت بحثونه وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG