د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

پرانیستی‌لیک: د دوحې ناسته کې باید د افغان ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته په یوه پرانیستي لیک کې ټینګار کړی چې د دوحې په غونډه کې باید د افغان ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې د چهارشنبې په ورځ د یو شمېر دغو بنسټونو له خوا په ایکس شبکه خپره شوې، د ښځو په شتون په ټینګار سره راغلي، په نړیوالو غونډو کې د افغان مېرمنو او د دوی معنی لرونکی حضور له پامه غورځول شوی دی.

په دغه ليک کې د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړيوال سازمان او اتو نورو نړيوالو سازمانونو د ښځو پر کار، زده کړو، په عامه ژوند کې د هغوی پر مشارکت او د جامو اغوستلو محدوديتونو ته په اشارې سره ویل شوي چې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو لپاره یو مهم فرصت برابروي چې بیا پر دې موضوع ټینګار وکړي چې د افغان ښځو د حقونو په موضوع مذاکراتو لپاره ځای نه شته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په دې لیک کې له ګوټېرېش غوښتل شوي چې په دې غونډه کې یوځل بیا په څرګند ډول غوښتنه وکړي چې ټول هغه بندیزونه چې د افغان ښځو حقونه نقضوي، ژر تر ژره لرې شي، د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو او د ښځو په نښه کول ودرول شي او هغه کسان چې د ښځو د حقونو د دفاع په تور نیول شوي دي سمدستي خوشي شي او د ښځو د ملاتړ او ودې لپاره بشپړ تضمین وشي.

دغو سازمانونو غوښتنه کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی او ځانګړی استازی چې په دې غونډه کې به وټاکل شي باید د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې قوي سابقه ولري او د افغان ښځو له استازو سره معنې لرونکی تعامل ولري.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې، په دې غونډه کې د افغان ښځو د پراخ نه ګډون په اړه اندېښنه ښودلې وه، ویلي یې وو چې په دوحه کې د افغان ښځو لپاره شپږ چوکۍ ځانګړې شوې دي خو څرګنده نه ده چې دا ښځې به څوک ټاکي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو تر دې مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه هیله لري چې طالبان به له یوه لوړ پوړي پلاوي سره په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو

ټاکل شوې د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شي او په کې د بشري او ښځو د حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان اړوند پر نورو موضوعاتو د بحث سربېره د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی هم وټاکل شي، هغه څه چې طالبان یې مخالف دي.

دا د ملګرو ملتونو په کوربه توب دویمه غونډه ده چې د افغانستان په اړه په دوحه کې جوړېږي.

د دغه سازمان لومړۍ غونډه د شاوخوا ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو او نړیوالو سازمانونو په ګډون د ۲۰۲۳ کال د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د طالبانو د استازو له حضور پرته د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه چې افغان مېرمنو ته د نه بلنې له امله پراخو نیوکو سره مخ شوه.

په همدې حال کې یو شمېر افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو مدافعین د دوحې له غونډې څخه مشخصې غوښتنې لري.

د تخار ولایت اوسېدونکې یوې مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې د دوحې له ناستې څخه د خپلو غوښتنو په اړه داسې وویل: "هغه کسان چې د دوحې په ناسته کې ګډون او خبرې کوي باید په مشخص ډول د نجونو پر مخ د ښونځيو او پوهنتونونو پرانیستل او د هغوی پر کار او مسلک د بندیزونو لرې کولو موضوعات جدي ونیسي."

حقپال وايي: هغه ښځې چې په دې غونډه کې ګډون کوي باید د افغانستان ټول حقيقتونه بیان کړي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې نظیفې حقپال ازادي راډيو ته وویل: "لومړی دا چې بايد بشري حقونه او د ښځو حقونه د خبرو اترو مرکزي ټکی وي او د بشري حقونو او د ښځو حقونو په مسئلو کې باید کومه معامله ونه‌شي. دویم، هغه ښځې چې په دې غونډه کې ګډون کوي باید د افغانستان ټول حقيقتونه بیان کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې د دوحې د غونډې د بریا هیله څرګنده کړه.

د يادونې وړ ده چې طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهيسې پر ښځو د بنديزونو د لرې کولو په اړه د نړيوالو سازمانونو غوښتنه نه ده منلې او تل يې ادعا کړې چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه خوندي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG