د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

دوحې غونډه؛ د افغان ښځو یوه شبکه: ملګري ملتونه باید د ښځو پر وړاندې پر شته ننګونو تمرکز وکړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وايي چې ملګري ملتونه باید د دوحې په راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو او د دوی پر وړاندې پر شته ننګونو او محدودیتونو تمرکز وکړي.

یادې شبکې د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي او پر دوی فشار راوړي څو په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې او بشري بحران پای ته ورسېږي.

د یادې شبکې په اعلامیه کې راغلي : "د دې غونډو پایله او موخه باید د طالبانو د نظام له منځه وړل او په افغانستان کې د خلکو په رایو ټاکل شوی د یو ټولشموله ډیموکراتيک او جمهوري نظام رامنځته کول وي ترڅو ښځې او نجونې په پوره توګه ازادي او برابري ترلاسه کړي."

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په اعلامیه کې دا شان راغلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو څخه اقتصادي ملاتړ ودروي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو او سیمه‌ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو غونډه د روانې فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې ترسره شي.

په دې ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون حق ورکول شوی دی.

یو شمېر معترضې مېرمنې په دې غونډه کې د طالبان پر حضور نیوکه کوي او دا له طالبانو سره د نړۍ د سیاسي اړیکو عادي کول بولي.

له ډلې یې وحیدې امیري ازادي راډيو ته وویل: "موږ د طالبانو ډلې د حضور مخالف یو او دا ناسته غندو، ځکه موږ معترضې مېرمنې طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوو او هیڅکله دې ته نه حاضرېږو چې طالبانو سره خبرې اترې وشي."

یو شمېر مېرمنې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی د بندیزونو له امله له خپلو دندو ګوښه شوي او په کور ناستې دي وايي چې په دې ډول غونډو کې باید د ښځو او نجونو د حقونو او د دوی د ازادۍ په اړه خبرې وشي.

په تېر جمهوري نظام کې یوې ښوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "موږ غواړو دا ځل داسې یو کار وکړي چې طالبان دې ته اړ کړي چې زموږ حقونه بېرته موږ ته راکړي، موږ ته د کار، تفریح، او ژوند کولو اجازه راکړي، دوی موږ له ژوند څخه محرومې کړې یو، ژوند یې په موږ تریخ کړی."

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې غونډې رانږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو کابل کې له لوړپوړو طالب چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو
د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو

سینیرلي د سه شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه لیدنه ترسره کړه.

که څه هم ملګرو ملتونو یا اوغلو د دې لیدنو د محتوا په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د طالبانو تر کنترول لاندې د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي له طالبانو غوښتي چې باید ځینو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونو ته ژمن ووسي.

نه دي ویل شوي چې سینیرلي اوغلو کوم قوانین یاد کړي، خو له شپږم ټولګي پورته له لوړو زده کړو د افغان نجونو محرومول او د ښځو په کار په پراخه کچه بندیزونه هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له‌خوا په وار وار مطرح شوي او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیزونه لرې کړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG