د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

اوغلو: د دوحې په ناسته کې به د افغانستان اړوند ښې پرېکړې وشي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي.

د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې په رانږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو کابل کې دی او له لوړپوړو طالب چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

که څه هم ملګرو ملتونو یا اوغلو د دې لیدنو د محتوا په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د ارګ په خبرپاڼه کې د هغه په حواله لیکل شوي چې ډاډمن دی امریکا او اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو او همکاریو لېوالتیا لري.

د دوحې یوه څنډه. د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډه په همدې ښار کې پلان شوې ده.
د دوحې یوه څنډه. د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډه په همدې ښار کې پلان شوې ده.

هغه د دوحې ناستې ته په اشارې چې تمه ده د فبروري په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب وشي ویلي چې تمه ده د افغانستان په تړاو په‌کې ښې پرېکړې وشي.

دا چې په دغو پرېکړو کې څه شامل دي د طالبانو په اعلامیه کې ترې یادونه نه ده شوې، خو د سینیرلي اوغلو په حواله راغلي چې د دوحې له کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټوله په راس کې امریکا او اروپايي ټولنه له طالبانو سره محتاطانه مخته ځي.

نړیواله ټولنه یواځې د اوونۍ څلوېښت میلیونو ډالرو مرسته د ملګرو ملتونو له بشري پروګرامونو سره کوي څو اړمنو افغانانو ته اړینې مرستې ورسوي.

له دې ور هاخوا ګڼې پراختیايي پروژې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا تموېلېده د طالبانو په بیا واکمنېدو بندې شوي.

په دې سربېره د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د دوحې تر کنفرانس مخکې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه چې تمه ده د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي د طالبانو له مخالفت سره مخ شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې یو وار بیا په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په موجودیت کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

له مولوي عبدالکبیر سره د سینیرلي اوغلو د لیدنې په تړاو اعلامیه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي له طالبانو غوښتي چې باید ځینو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونو ته ژمن ووسي.

نه دي ویل شوي چې سینیرلي اوغلو کوم قوانین یاد کړي، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګېدلي او په دې برخه کې اکثر قوانین تر پښو لاندې شوي.

له شپږم ټولګي پورته له لوړو زده کړو د افغان نجونو محرومول او د ښځو په کار په پراخه کچه بندیزونه هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له‌خوا په وار وار مطرح شوي او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیزونه لرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG