د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

امریکا: د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه د طالبانو د ځواب ویلو په اړه خپلو " اقداماتو" ته دوام ورکوو


هغه تصویر چې ادعا کیږي طالبان پکې د بې حجابۍ په نوم ښځې نیسي، خو طالبانو دا خبره رد کړې
هغه تصویر چې ادعا کیږي طالبان پکې د بې حجابۍ په نوم ښځې نیسي، خو طالبانو دا خبره رد کړې

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي دي چې دوی خپلو هغو اقداماتو ته دوام ورکوي چې طالبان د ښځو له حقونو د سرغړونو په برخه کې ځواب ویونکي کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل د جنوري په ۲۴مه د زده کړو د نړۍوالې ورځې سره هم مهاله یوې خبري ناستې ته وویل، دوی اوس هم په افغانستان کې د بشري حقونو د ډېرو سختو سرغړونو شاهدان دي.

نوموړي ویل:

"هغه څه چې زه غواړې وې وایم، د امریکا متحد ایالتونه نه ستړې کېدونکې هڅې کوي چې طالبان له بشري حقونو د هغوی د سختو سرغړونو په خاطر چې دا اوس یې هم شاهدان یوو، ځواب ویونکي کړو. دا هغه څه ده چې موږ په ګډه همغږۍ پرې له نېږدې کار کوو. د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون ګڼ نور چارواکي او زموږ استازې رینا امیري په دې مسله کې ښکېل دي."

رینا امیري: ۲.۵ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې او خپلې هیلي یې له لاسه ورکړي
رینا امیري: ۲.۵ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې او خپلې هیلي یې له لاسه ورکړي

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د زده کړو د نړۍوالې ورځ په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې ۲.۵ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې او خپلې هیلي یې له لاسه ورکړي.

نوموړې زیاته کړې ده چې نړۍواله ټولنه باید د رسمي زده کړو له حق او په ټولو بااعتباره سطوحو کې د درسي پروګرامونو څخه په ملاتړ کولو سره د افغان نجونو او ښځو ترڅنګ ودرېږي.

خو ځینې افغان نجونې او ښځې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند څرګندونو ته په اشارې وايي چې ورته ژمنې مخکې هم شوي، خو طالبان د دې پر ځای چې پر ښځو محدودیتونه کم کړي ورځ تربلې وضعیت لا پسې خرابیږي.

د پوهنتون یوه افغانه محصله چې له څه باندې یو کال راهېسې د طالبانو د بندیز له امله پوهنتون ته نه ده تللې او د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

"دوی به کله طالبان ځواب ویونکي کوي؟ دلته د ښځو لپاره ورځ تر بلې وضعېت په خرابېدو دی، یوازې د ښوونځي او پوهنتون مسله هم نه ده، ښځې کار نه شي کولای، د بې حجابۍ په تور وهل کېږي او زنداني کېږي. که طالبان دا ډول روان وي، موږ هېڅ تمه نه لرو چې دوی به بدلون وکړي یا هم دا تمه نه شو ترې کولای چې ښوونځي او پوهنتونونه به خلاص کړي."

د ښځو د حقونو فعاله نرګس شهاب عزیزي هم وايي، تر هغو چې نړۍواله ټولنه د طالبانو په وړاندې ښکاره او عملي پالیسي و نه لري، یوازې څرګندونې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مخه نه شي نیولی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"مخکې هم ورته څرګندونې شوي، خو موږ و نه لیدل چې طالبان دې ځواب ویونکي شوي وي. زما په باور ناسم تعامل دا ستونزه رامنځ ته کړې ده، که نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د طالبانو د ځواب ویونکي کېدلو لپاره یوه ښکاره او عملي پالیسي و نه لري، دا ډول څرګندونې کوم بدلون نه شي راوستلی."

یوه افغانه نجلۍ: دوی به کله طالبان ځواب ویونکي کوي؟ - تصویر له ارشیفه
یوه افغانه نجلۍ: دوی به کله طالبان ځواب ویونکي کوي؟ - تصویر له ارشیفه

خو د ښځو د حقونو بله فعاله مهرو مهرین د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دریځ هرکلی کوي او دا نېک اقدام بولي چې طالبان د خپلو کړنو په خاطر ځواب ویونکي شي.

مهرین زیاتوي:

"دا یو نېک اقدام دی چې له طالبانو پوښتنه شي. دا موږ او ټولو وطنوالو ته هیله بښونکې ده چې امریکا هڅه کوي چې طالبان ځواب ویونکي کړي."

طالب چارواکو او ویاندویانو مخکې په افغانستان کې پر دوی له بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې رد کړې دي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت له شاوخوا ۸۵۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او همدا ډول ۴۰۰ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ یې هم د پوهنتونونو دروازې تړلي دي.

که څه هم ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي هېوادونو په ګډ‌ون ګڼو نورو هېوادونو په نجونو د زده کړو بندیز غندلی او هغوی ته یې بېرته د دې حق د ورکولو غوښتنې کړې دي، خو له دې ټولو غندنو او غوښتنو سره هم طالبان تر اوسه دې ته نه دي تیار شوي چې د نجونو ښوونځي او د هغوی لپاره پوهنتونونه خلاص کړي یا هم په ښځو نور محدودېتونه کم کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG