د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو دوام؛ نوی میکانیزم یې اعلان شو


په ارزګان کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
په ارزګان کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

د امریکا حکومت د افغانستان په شمول په ځینو هغو هېوادونو کې چې له خطر ډک بلل کېږي، د همکارو او تطبیقوونکو موسسو په اړه د څار یو ځانګړی میکانیزم تعقیبوي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا د پراختیايي مرستو ایجنسۍ یو اس اېډ د ځانګړي څار دا میکانیزم تطبیق کړی او دوی یې له کارونو رضایت لري.

د سیګار راپور په عین حال کې نیوکه کړې چې د یو اس اېډ اړوندې د بشري مرستو بېرو/دفتر چې له یو اس اېډ څخه جلا خپل کار مخته وړي د تفتیش مقررات سم نه دي رعایت کړي.

سیګار انتقاد کړی چې د بشري مرستو ادارې د عاجلو بشري مرستو د ویش پر وخت شاوخوا اتلس میاشتې د خپلو همکارو او تطبیقوونکو موسسو په اړه د څار یو لړ ځانګړي مقررات نه دي پلي کړي.

د سیګار لوګو
د سیګار لوګو

په راپور کې راغلي د بشري مرستو د دفتر دا کار په دې معنی دی چې دې ادارې اتو غیر دولتي موسسو او د هغوی قراردادیانو ته شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالره ورکړي چې ښايي اصلي خلکو ته نه وي رسېدلي.

د راپورونو په اساس، امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانانو سره څه باندې دوه میلیارده او ۳سوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي مفتشینو او استازیو په منځ کې د دغو مرستو د ځينو برخو د ضایع کېدو یا طالبانو ته د رسېدو په باب نیوکې او اندېښنې څرګندې شوي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال شاوخوا دوه اونۍ مخکې د کمېټې په یوه مجلس کې ویلي وو چې د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو تر ټولو زیاته ګټه طالبانو ته رسیږي.

نوموړي ویلي:

"طالبان د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو له ډالرو څخه تر بل هر وخت زیات ګټه پورته کوي. هغوی له غیر دولتي موسسو څخه غلا کوي ترڅو خپل جنګیالي بډایه کړي او خپل ځواک پیاوړی کړي."

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې هم د سیګار ادارې یو راپور چې ویلي یې وو د امریکا د مرستو ځينې برخې د طالبانو لاس ته رسیږي د امریکایي استازیو اندېښنې او نیوکې پارولې وې.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته په تمه ولاړې افغانې مېرمنې
د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته په تمه ولاړې افغانې مېرمنې

د سیګار ادارې په دې اوسني راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲ یې خپور کړی یادونه شوې چې د طالبانو په حکومت کې د (په اصطلاح اقتصاد وزارت) سره شاوخوا زر غیردولتي موسسې ثبت او راجستر شوي دي.

د سیګار په راپور کې هغو اندېښنو ته اشاره شوې چې په ځینو دغو موسسو کې طالبانو خپل کسان مقرر کړي یا یې په خپله دا موسسې ایجادې کړي څو وکولای شي د امریکا له بشري مرستو د ځان په ګټه کار واخلي.

د طالبانو حکومت لا تازه د سیګار د دې راپور په اړه څه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې ویلي وو چې دوی د امریکا یا نورو هېوادونو د بشري مرستو په برخه کې لاسوهنه نه کوي؛ بلکې یواځې خلکو ته د رسېدو لپاره یې همغږي کوي.

د سیګار په مخکینیو راپورونو کې بیا دا اندېښنې هم ښکاره شوې وې چې د طالبانو حکومت د امریکا د بشري مرستو په پلي کوونکو موسسو باندې له حده زیاته مالیه او نور فیسونه لګولي او له دې لارې یې لسګونه میلیونه ډالره ګټه پورته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG