د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

ملګري ملتونه: تېر کال کاري فرصتونه ښه وو؛ ځینې افغانان: بې‌وزلي مو کړوي


ارشیف: په هرات کې د کار په تمه یو شمېر کارګران په یوه تمځي کې ولاړ دي.
ارشیف: په هرات کې د کار په تمه یو شمېر کارګران په یوه تمځي کې ولاړ دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' وايي، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر په ۲۰۲۳م کال کې یو څه کم و او د بالغو کسانو لپاره کاري فرصتونه نسبتاً ښه و.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP په خپل راپور کې چې د تېرو دوو کلونو جاج په کې اخیستل شوی، د طالبانو د حاکمیت بېلابېلو مسایلو ته کتنه کړې ده.

د دغه مفصل راپور عنوان دی د دوو کلونو ارزونه؛ د افغانستان په اقتصاد، کورنیو او د استخدام په متقابلو څانګو کې بدلونونه.

د دغه راپور په یوه برخه کې د کارموندنې شرایطو ته کتنه شوې او راغلي چې تېر میلادي کال په کورنیو کې د بالغو کسانو د کار شرایط یو څه بهتره شوي وو او په ماشومانو د کارونو اندازه هم یو څه کمه شوې ده.

د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.

دغه راپور وايي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو کې د کورنیو د بالغو کسانو کاري شرایط هماغه ۴۱ فیصده و، خو په ۲۰۲۳م کال کې دغه فیصدي ۴۳ ته زیاته شوه.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳م کال کې په ماشومانو د کار اندازه یوڅه کمه شوه چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو کې ۸ فیصده وه، خو په ۲۰۲۳م کال کې شپږو فیصدو ته راټیټه شوه.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپله ایکس شبکه کې له دې راپور سره جوخت ځینې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې خلکو د روان وضعیت په باب په کې خبرې کړې دي.

یو افغان وايي: په ټوله کې ښځې یوازې په صحي برخه کې نه، په ټولو برخو کې ضروري دي.

یوه افغان ویلي: "کله چې په افغانستان کې دولت بدل شو، له بده مرغه یوازينی قشر چې زیانمن شو، ښځې دي. ښځې حق نه لري په پوهنتون او ښوونځیو کې زده کړې وکړي. په ټوله کې ښځې یوازې په صحي برخه کې نه، په ټولو برخو کې ضروري دي."

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې کاري فرصتونه یو څه ښه وو، خو زیاتو کسانو او سازمانونو ویلي چې د بې‌کارۍ اندازه لوړه ده، ګراني زیاته ده او ګڼ کسان مجبوره شوي په کار روزګار پسې نورو هېوادونو ته مخه کړي.

په نیمروز کې د افغانانو د موټرو کاروان. دوی غواړي د کار لپاره ایران یا نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي. February 17, 2022
په نیمروز کې د افغانانو د موټرو کاروان. دوی غواړي د کار لپاره ایران یا نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي. February 17, 2022

د بدخشان اوسېدونکی ۱۵ کلن عبدالله وايي، دوه کاله مخکې یې په لسم ټولګي کې درس وایه، خو اوس له دوو کلونو راهیې په راغستان ولسوالۍ کې درانه کارونه کوي.

هغه وویل: "روزګار خراب و، یو- دوه کاله کېږي چې درته کار کوم. ستونزې زیاتې دي. ونه توانېدم ښوونځی ووایم. روزګار خراب شو، دلته راغلی یم خپل روزګار چلوم."

د بدخشان بل اوسېدونکی ۱۵ کلن محمد رامین هم له ورته برخلیک سره مخامخ دی.

محمد رامین وویل: په دې وطن کې بېکاري او بېوزلي زیاته ده.

هغه وویل: "د میاشتې ۵۰۰۰ یا ۸۰۰۰ افغانۍ کورنۍ ته ګټم، دا پیسې مو نه بسېږي. په دې وطن کې بېکاري او بېوزلي زیاته ده. دلته راغلم په کار بوخت شوم."

په همدې حال کې، د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هڅه کوي په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د زیانګالو کسانو لپاره د نقدي مرستو لړۍ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند پروېز احمد فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "سږکال زیانګالو کورنیو او کروندګرو ته مالي مرسته، له دې جملې بلاعوضه نقدي مرستې او د کار په بدل کې د پیسو پروژې وړاندې کوو. تر څو د هغوی لاسنیوی وکړو چې وکړای شي خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي او خپلې کرنیزې سرچینې لکه د اوبو لګولو سیسټمونه بیا احیا کړي."

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي وو چې په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته نږدې ۹۰۰زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

په فراه کې سوالګرې مېرمنې. September 07 2023
په فراه کې سوالګرې مېرمنې. September 07 2023

ویل شوي، په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار منع کولو هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ سطحه لوړه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د سلګونو زره بې اسناده افغانانو ستنولو هم په افغانستان کې کاري فرصتونه لا کم کړي دي.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG