د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

افغانستان

امریکا: د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات مو په یوه لویه اندېښنه بدلېږي

هغه تصویر چې ادعا کېږي د «بې حجابۍ» په نوم د ښځو د نیول کېدو اړوند دی، خو طالبانو دا ادعا رد کړې
هغه تصویر چې ادعا کېږي د «بې حجابۍ» په نوم د ښځو د نیول کېدو اړوند دی، خو طالبانو دا ادعا رد کړې

متحدایالات وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د دې هېواد لپاره په یوه لویه اندېښنه بدلېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ودانت پاتل پرون په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې طالبان له یوې خوا غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي او بل خوا داسې اقدامات کوي چې د امریکا لپاره د منلو نه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په یوه وروستي راپور کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت د ښځو پر زده کړو، کار، تګ راتګ محدودیتونو او د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو خپلسرو نیولو ته دوام ورکوي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې پر افغان ښځو د زده کړو، کار، تګ راتګ او حجاب لګېدلي محدودیتونه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا تطبیق او څارل کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

قطري او سویډني چارواکو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه خبرې کړي

د قطر بیرغ
د قطر بیرغ

د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې لولوه بن راشد الخاطر د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر یوهان فورسیل سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د قطر دې چارواکې په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دواړو خواوو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه بحثونه کړي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د لوړې کچې غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د قطر او ملګرو ملتونو چارواکو هم د طالبانو د حکومت له چارواکو سره کتلي او هغوی ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالب چارواکي وايي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره يې ځينې شرطونه وړاندې کړي دي.

د قطر د ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږي او منسجم ډول د نړیوالې ټولنې د تعامل زیاتوالی یاد شوی.

یونېسف هره ورځ ۲۲زرو سېلاب ځپلو افغانانو ته پاکې اوبه رسوي

یونېسف افغانستان د دې عکس په خپرولو لیکلي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.
یونېسف افغانستان د دې عکس په خپرولو لیکلي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.

یونېسف وايي، د ورځې ۲۲زرو کسانو ته په سېلاب ځپلو سیمو کې پاکې اوبه رسوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ګڼې شبکې له منځه یوړلې چې ورسره ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو، پخلي او ځان مینځلو لپاره له اوبو بې برخې شول.

یونېسف افغانستان د یوه عکس په خپرولو لیکلي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.

سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې بغلان، غور او فاریاب کې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه زره کسان یې اغېزمن کړي چې یوه لویه برخه له دې خلکو د څښاک پاکو اوبو او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

طالبانو د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د جوړولو چارې پيل کړي

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر په لسمه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر په لسمه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د جوړولو چارې یې پيل کړې.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د اوسپنې پټلۍ دا پروژه ۴۷ کیلومتره اوږده ده او دوه نیم کاله کې به بشپړه شي.

د راپورونو له مخې د دې پروژې تړون له افغان ګاما شرکت سره د څه باندې ۵۳ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

طالب چارواکي وایي چې د اوسپنې پټلۍ د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د ایران د بندرونو له لارې له ترکیې او اروپا سره ونښلول شي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بیا د سختو ورښتونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ځینو ولایتونو کې د تېزو بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن پر خپلې ایکس شبکې (پخواني ټویټر) د سالنګونو په ګډون په پروان، ننګرهار، میدان وردګ، غور، بامیان، هرات، غزني، پکتیکا، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د تېزو بارانونو د ورېدو او تېزو بادونو د پېښیدو خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او په زرګونه کرنیزې ځمکې يې ویجاړې کړې دي.

پاکستان نه ایستل شوي څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزارت وایي چې پرون شنبې ۵۶۰ کسان چې له پاکستان څخه ایستل شوي، بیرته خپل هېواد ته راستانه شول.

دې وزارت نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو وطن ته راستانه شوي دي.

پاکستان له خپلې خاورې د تېرکال د نومبر په میاشت کې د افغانانو د ایستلو بهیرپیل کړی و چې په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو په وینا له پنځه سوه زره زیات کسان بیرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د تعلیم فعال "مطیع‌الله ویسا" ته د اکشن ایوارډ او نقدي جایزه اعلان شوه

 د قلم لار ټولنې مشر او د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا
د قلم لار ټولنې مشر او د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا

په ډنمارک کې دانش افغان بنسټ او ډنمارک مېشتو افغانانو د قلم لار ټولنې مشر او د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا ته د هغه د غوره فعالیتونو له کبله د ۲۰۲۴ م کال د اکشن ایوارډ (Action Award) او نقدي جایزه اعلان کړه.

پرون شنبه په دې مناسبت ډنمارک کې په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم برخه اخیستې وه.

بینېټ، له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ماشومانو د تعلیم د ودې لپاره د مطیع‌الله ویسا فعالیتونه وستایل.

د بخښنې نړېوال سازمان هم له خپله اړخه مطیع‌الله ويسا ته يو ستاينليک ورکړ چې وروسته به وروسپارل شي.

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ويسا په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې په انلاين ډول حضور درلود او ازادي راډیو ته وويل د دغو بنسټونو منندوی دی.

افغان دانش بنسټ چې وايي، له کلونو راهیسې د قلم لار ټولنې فعالیتونه څاري د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د مطیع‌الله ویسا فعالیتونه وستایل.

د قلم لار ټولنې په مرسته له کلونو راهیسې د ماشومانو د تعلیم د ودې لپاره کمپاینونه او هڅې شوي چې په مرسته یې تر ۱۰۰ زیات بند ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، تر ۳ ملیونو زیاتو ماشومانو سره د درسي توکو مرسته شوې او ۴۱ کتابتونونه جوړ شوي دي.

مطیع‌الله ویسا په بند کې د ۲۱۵ ورځو له تېرولو وروسته د تېر لمریز کال د لړم يا عقرب پر څلورمه د طالبانو له بنده خوشې شو.

د کابل-کندهار پر لویه لاره د بس چپه کېدو پېښه؛ لږترلږه دوه کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي

ارشیف: په افغانستان کې له دې مخکې د ترافیکو پېښو له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارشیف: په افغانستان کې له دې مخکې د ترافیکو پېښو له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل-کندهار پر لویه لاره د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه دوه کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزو رسنیو د زابل د عامې روغتیا د رییس میرویس افغان په حواله خبرورکړی چې ویلې دي، دغه پېښه تېره شپه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې شوې ده.

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې یولس یې ښځې دي چې د درملنې په هدف نژدې روغتون ته وړل شوي دي.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

په بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

په بدخشان کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.
په بدخشان کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.

په بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي.

ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي نن د سیمه ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا کسان د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد په اړوندوه مورچک سیمه کې سېلاب وړي دي.

چارواکو ویلي چې یوازې د یوه تن مړی موندل شوی او د پاتې مړیو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

پرون له دې مخکې د فاریاب ولایت چارواکو هم ویلي وو چې روانو سېلابونو ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړی چې دا پېښه د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش سیمه کې شوې ده.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تېرې څه باندې یوې میاشتې سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او پراخې کرنیزې ځمکې اوبو لاندې کړې دي.

په عین حال کې د هواپېژندنې ادارو د افغانستان په ځینو سیمو کې د نورو درنو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي

په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي دي.

د دې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې خلک د هرڅه تر بایللو وروسته هڅه کوي چې بېرته عادي ژوند ته راوګرځي او خپل کورونه جوړ کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، دوی له خپلو شریکانو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې دي او سېلاب ځپلو ته اضطراري مرستې رسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د روانې میلادي میاشتې په سېلابونو کې ۵۴۰ کسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې زیات وي.

طالبانو په کاپیسا کې ۸ ټُنه نفرایټ ډبرې استخراج کړي

ارشیف: د افغانستان د یوه کان انځور
ارشیف: د افغانستان د یوه کان انځور

په کاپیسا کې د طالبانو یوه محلي چارواکي د تېرو اتو میاشتو پر مهال د اته ټُنه نفرایټ (Nephrite) ډبرو د استخراج خبر ورکړ.

د کاپیسا لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست رئیس عنایت الله ابلاغ پرون شنبه رسنیو ته ویلي چې دغه ډبرې به له کاپیسا لومړی ننګرهار او بیا له افغانستانه بهر ولېږل شي.

نفرایټ یو ډول قیمتي ډبره ده چې په غاړګیو، غوږوالیو او نورو ګاڼو دغه راز زینتي لوښو کې کارول کېږي.

څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته له بېلابېلو هېوادونو او شرکتونو سره د افغانستان د کانونو په باب قراردادونه شوي دي.

ځینې کتونکي شکایت لري چې په دغو قراردادونو کې شفافیت نه شته او د کانونو د سپړنې چارې هم معیاري نه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG