د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

کابل کې د طالبانو لخوا د یوې مور او لور نیول کېدو ته پر منسوبې ویډیو غبرګونونه


د طالبانو لخوا د ښځو بندي کولو ته یو منسوب تصویر چې طالبانو رد کړی
د طالبانو لخوا د ښځو بندي کولو ته یو منسوب تصویر چې طالبانو رد کړی

په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو یوې ویډیو چې ظاهرا په کې یوه مور او لور د کابل د مکروریانو په سیمه کې د طالبانو له لوري نیول کیږي د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر فعالانو او رسنیو د دغه ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې طالبانو دغه مور او لور د بې حجابۍ په تور په زوره نیولي دي.

ازادي راډيو ازادي نه شي کولی، په خپلواک ډول د دې ویدیو د ثبت دقیقه نېټه، ځای او کره والی تایید کړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې او سیاسي فعالې فوزیه کوفي دغه ویډیو ته په اشارې په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې دا ورته ډېره ځورونکې ده چې د طالبانو پلویان فکر کوي چې د ښځو او نجونو د نیولو او پر دوی د محدودیت د ډیرولو په وړاندې هیڅ ډول مقاومت نشته.

فوزیه کوفي، دافغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې
فوزیه کوفي، دافغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې

هغې لیکلي،داسې ښکاري چې دا د طالبانو پلویان په ناپوهۍ سره دا کار کوي او یوه ورځ ممکنه ده چې ان د دوی خور او مور هم د طالبانو له لوري ونیول شي.

نسرین حمیدي چې د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون د غورځنګ غړې ده د ښځو او نجونو د نیول کیدو نورو قضیو او دغه ویدیو ته په اشارې سره ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د بد حجابۍ په پلمه ښځې بنديانې کوي او دا کار د اندیښنې وړ دی .

حمیدي زیاتوي:

"خلک د سپین پوښو او په زړه تورو طالبان له ویرې په امن کې نه دي، موږ پوهیږو چې افغان میرمنې بې حجابه ندي او طالبان د حجاب په پلمه هغوی زنداني کوي. "

نوموړې له نړيوالو بنسټونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د طالبانو د دغه عمل مخه ونيسي، ځکه د دې په خبره د نیولو دوام په ښځو د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

د بشري حقونو يوې فعالې نجيبې سنجر هم د دې ويډيو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وويل چې طالبان د افغاني دودونو او د ښځو درناوى په پام کې نه نيولو سره په دې ډول ښځې بنديانې کوي.

هغه وايي له تېرو دوه کالو راهیسي طالبانو په افغان میرمنو بیلابیل محدودیتونه ولګول ان تر دې چې اوس یې زنداني کوي.

سنجر زیاتوي:

" د طالبانو په حکومت کې چې افغان میرمنې له کوم ډول محدودیتونو، روحي او فزیکي شکنجو سره مخ دي دا په هیڅ صورت له اسلامي شریعت سره سمه نه ده او نه هم په بشري ټولنه کې داسې څه پېښیږي. "

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یونما او د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول اندېښمنونکي بللي دي او تېره اونۍ د ښځو د حقونو بیلابیلو بنسټونو د افغان میرمنو د ملاتړ په هدف بیلابیل اعتراضونه هم وکړل.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاندیانو له دې ډلې ذبیح الله مجاهد د نجونو او ښځو د نیولو موضوع تایید کړې او ویلي چې دا نجونې او ښځې د څو محدودو ساعتونو لپاره نیول شوي او بیا د کورنۍ د غړو د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې شوې دي.

خو مخکې له دې یو شمېر نیولو شویو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د لسګونه زره افغانیو په بدل کې خوشې شوې دي.

د روان لمریز کال د جدي د ۱۱ مې نېټې راهیسي په پلازمینه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې نجونې د طالبان د حکومت له خوا د هغه څه له امله چې "بد حجابي" ګڼل شوې نیول کیږي.

له ۲۰۲۱ میلادي کال وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د زده کړو، کار، اجباري حجاب او په یو شمېر نورو برخو کې یې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه خوندي کړي؛ هغه ادعا چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو ته د منلو وړ نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG