د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه


طالبان او یو شمېر معترضې ښځې - ارشیف
طالبان او یو شمېر معترضې ښځې - ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پتېل وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د دغه هېواد لپاره په یوې لویې اندیښنې د بدلیدو په حال کې دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د جنوري په ٢٢ واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د طالبانو اقدامات چې په د رسمیت پېژندلو غوښتنه هم کوي ،امریکا ته د منلو وړ نه دي.

پتېل زیاته کړه:

" تر کومه ځایه چې په افغانستان او طالبانو پورې اړه لري، د نجونو او ښځو اړوند د بشري حقونو نیمگړتیاوو، په ټولنه کې ورځني بشري بنسټیز حقونو سره د دوی«طالبانو» د چلند په اړه زموږ اندېښنې دي‌. دا هغه څه دي چې موږ طالبانو ته روښانه کړي چې زموږ لپاره د منلو نه‌ده. په داسې حال چې دوی د رسمیت پېژندنې په لور سفر هم کوي‌."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، د امریکا له مرستو څخه د طالبانو د استفادې د اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ځینې تدابیر په پام کې نیول شوي دي څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا بشري مرستې د طالبانو لاس ته ونه رسیږي.

ودانت پتېل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال
ودانت پتېل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پرون "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت" تر سرلیک لاندې د خپل درې میاشتني راپور په خپرولو سره وویل چې د طالبانو حکومت د زده کړو، کاراو تګ راتګ محدودیتونو او د حجاب د نه مراعتولو په تور د ښځو خپلسري نیونو ته دوام ورکړی.

په دغه راپور کې یوناما دا هم لیکلي، چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت له خوا پر نجونو او ښځو لګول شوي دغه محدودیتونه او خنډونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پلي شوي دي.

د یوناما د دغه راپور په غبرګون کې د طالبانو حکومت دغه موارد، د اسلامي شریعت تطبیق بللې دي.

خو د کابل ښار اوسېدونکې طاهره چې د طالبانو له بنديزونو اغېزمنه شوې، د ژوند د خراب وضعیت په اړه يې ازادي راډيو ته وويل:

"هغه ستونزې چې اوس زه ورسره مخ یم دا دي چې کار نه لرم، نه شم کولای ازاده وګرځم او یو کار ځانته پیدا کړم او پوهیږئ چې د ښځو لپاره ډېر محدودیتونه وضع شوي دي."

د مزار شریف اوسېدونکې مروه بیا وایي:

" زه د پوهنتون په څلورم کال کې وم، اوس په کور کې بې کاره او بې تحصیله پاتې یم، چې له امله یې په رواني ستونزو اخته شوې یم، ښځو ته د کار زمینه نه ده برابره، ښوونځي ټول تړلې دي، ښځې د کار او زده کړې حق نه لري."

د طالبانو پر کړنو یو شمېر معترضې مېرمنې
د طالبانو پر کړنو یو شمېر معترضې مېرمنې

د بشري حقونو فعاله مريم معروف اروين هم ادعا کوي چې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو ځپل ورځ په ورځ زياتېږي.

هغه زیاتوي:

" د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو او نجونو د وحشتناکه ځپلو شاهدان یو چې دا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې خواب نه کړې.

که څه هم نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو په وار- وار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي او تر اوسه پورې د ژوند په بیلابیلو برخو کې، پر ښځو او نجونو له خپلو لګول شویو بنديزونوڅخه نه دي شاته شوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG