د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

په افغانستان کې د " جنسیتي اپارتاید" او د "هزاره‌ګانو د نسل وژنې" ادعاوې او پر ضد یې اعتراضونه


له ارشیفه د ښځینه فعالانو د یوې اعتراضیه را ټولیدنې تصویر
له ارشیفه د ښځینه فعالانو د یوې اعتراضیه را ټولیدنې تصویر

نن د افغانستان د یو شمېر ښارونو په ګډون د نړۍ په بیلابیل ښارونو کې افغان فعالانو اعتراضونه وکړل.

د افغانستان د عدالت غوښتونکي غورځنګ غړو په ایران کې د یوه اعتراض پر مهال هغه څه چې دوی د " هزاره ګانو نسل وژنه" نوم ورکوي د په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.

دوی چې په یوه سرپټي ځای کې راټول شوي وو، خپل مخونه یې په ماسکونو پوښلي وو.

په هغه ویډیو کې چې ازادي راډیو ته رالېږل شوې، یوه اعتراض کوونکې مېرمن پکې وايي:

"جرمونو ته د رسېدنې په برخه کې نړیواله محکمه باید د هزاره ګانو د نسل وژنې په برخه کې خپلې دندې ته دوام ورکړي. "

د افغانستان د ځواکنمو ښځو غورځنګ هم په اسلام اباد کې اعتراضیه لاریون وکړ.

دوی هم هغه څه چې ورته د " هزاره ګانو نسل وژنه" نوم ورکوي، د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې یو شمېر ښځو په تخار او کابل کې هم په سرپټو ځایونو کې په ورته شعارونو سره اعتراضیه غونډې وکړې.

د ډیرو دغو بریدونو مسوولیت چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شیعه ګان او هزاره ګان په کې په نښه شوي، د داعش ډلې خراسان څانګې په غاړه اخیستي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همدا ډول وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې د افغانستان دننه ټول وګړي خوندي دي او دوی د داعش ډلې خراسان څانګه ځپلې ده.

د کابل په دشت برچي سیمه کې د یوې وروستۍ چاودنې سیمه
د کابل په دشت برچي سیمه کې د یوې وروستۍ چاودنې سیمه

د جنوري د یوولسمې نېټې چاودنه چې دا هم د کابل په لویدیځ دشت برچې سیمه کې وشوه، فرانس پرېس خبري اژانس په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حواله ویلي وو چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

نن د یو شمېر نورو هېوادونو په ځینو ښارونو کې له دې ډلې د جرمني په برلین او فرانکفورت کې او د ناروې او سویډن په ځینو ښارونو کې هم لاریونونه او اعتراضیه غونډې شوي او هغه څه چې اعتراض کوونکو د " هزاره ګانو نسل وژنه" نوم ورکړی، د پای ته رسېدو غوښتنه شوې.

په بېلابېلو ښارونو کې د اعتراض کوونکو بله غوښتنه دا وه چې طالبان دې د ښځو په وړاندې خپل محدودیتونه پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې ورته اعتراضونه تېر کال هم په ځینو هېوادونو کې شوي وو او اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي وه، هغه څه چې دوی د " هزاره ګانو نسل وژنه" نوم ورکوي په رسمیت وپېژني.

د افغانستان یوه برخه هزارګان ادعا لري چې له تېرو څو کلونو راهیسې په مشخص ډول په بریدونو کې دوی په نښه شوي دي او درنه مرګ، ژوبله ور اوښتې ده.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه د ۲۰۲۳م کال د راپور وړاندې کولو په غونده کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې افغان شیعه ګان له خطرونو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG