د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

له زده کړو محرومې افغان نجونې او له رسنیزو تعلیمي پروګرامونو ګټه اخیستنه


یوه افغانه نجلۍ د انلاین زده کړو پر مهال
یوه افغانه نجلۍ د انلاین زده کړو پر مهال

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت له لوري لا هم له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو بندیز په خپل ځای دی، له زده کړو محرومې شوې یو شمېر نجونې د رسنیو له لارې د ښوونیزو پروګرامونو خپرول ګټور بولي.

دوی ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د بیلابیلو لاملونو له امله نه شي کولای دغه خپرونې په دوامدار ډول تعقیب کړي خو بیا یې هم له دې خپرونو ډېر څه زده کړي دي.

د کابل ښار د یو ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې چې له زده کړو منع شوې وايي دغه خپرونې په ښوونځیو کې د زده کړو ځای نه شي نیولی باید د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې پرانستل شي.

هغه زیاتوي:

" د رسنیو، په ځانګړی ډول د راډیو ګانو او ټلویزیونو له لارې د روزنیزو پروګرامونو خپرول د هغه نجونو لپاره چې له زده کړو پاتې دي ډیر ګټور دي، که څه هم ښايي په دې خپرونو کې ټول هغه مسایل چې په ښوونځیو کې تدریسیږي راونه نغاړل شي خو بیا هم ګټورې دي."

زلفا دانش هم چې د کابل د یوه ښوونځي زده کوونکي ده وايي، د رسنیو له لارې د ښوونیزو پروګرامونو خپرول د دوی لپاره تشویقي بڼه لري تر څو دوی له زده کړو لیرې نه شي.

زلفا وایي:

"هغه ښوونیزې خپرونې چې د راډیو ګانو او ټلویزیونونو له لارې خپریږي د زده کړو په برخه کې ترې ټول ګټه اخلي، زه خپله هم دا خپرونې اورم او ګټه ترې اخلم، دا خپرونې ګټورې دي، موږ خپلې درسي موضوعګانې له همدې خپرونو اخلو."

یوه افغانه ښوونکې چې د انلاین زده تدریس له لارې زده کوونکو ته تدریس کوي
یوه افغانه ښوونکې چې د انلاین زده تدریس له لارې زده کوونکو ته تدریس کوي

خو له دې ټولو سره- سره له زده کړو محرومې شوې نجونې وايي چې د رسنیو ښوونیزې خپرونې له ټولو مثبتو اړخونو سره سره په ښوونځیو کې د مخامخ زده کړو په شان اغېزناکې نه دي او باید ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د زده کړو ټولې دروازې پرانیستل شي.

د زده کړو د برخې یو شمېر فعالین هم ورته نظر لري.

له ډلې دوکتور فضل الهادي وزین ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه خپرونو هرکلی کوي، خو وايي چې د مخامخ زده کړو په نسبت یې اغیز کم دی.

ښاغلی وزین زیاتوي:

"د حضوري زده کړې په پرتله یې اغیز کم دی خو دا چې اوس په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د زده کړو هر ډول دروازې تړل شوي د رسنیو له لارې د دغه ډول ښوونیزو پروګرامونو خپرول هم یو غنمیت دی چې نجونې ترې زده کړې وکړي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي

د طالبانو د حکومت له خوا له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته د ازادي راډیو په ګډون یو شمېر رسنیو د ښوونیزو پروګرامونو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې د نصاب له مخې یو شمېر خپرونې پیل کړې.

د دې تر څنګ یو شمېر موسسو او اشخاصو انلاین تعلیمي پروګرامونه یا کورني ښوونځي هم جوړ کړي دي.

په دې پروګرامونو کې د نورو مضامینو تر څنګ د ښوونځي مضمونونه تدریس کیږي.

هڅه مو وکړه چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ویاند منصور احمد حمزه وپوښتو خو نوموړي زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار -وار ټینګار کړی چې د نجونو د زده کړو په برخه کې د یو طرز العمل له رامنځته کولو وروسته به د زده کړو محدودیت پای ته ورسوي، خو له دوه کلونو ډېره موده کیږي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او له تېر یو کال راهیسي د دوی په وړاندې د پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG