د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د طالبانو پر وړاندې د " مانا لرونکي نړیوال اقدام" له غوښتنې د فریډم نو سازمان ملاتړ


د طالبانو خلاف راوتې یو شمېر افغان اعتراض کوونکې ښځې - تصویر له ارشیفه
د طالبانو خلاف راوتې یو شمېر افغان اعتراض کوونکې ښځې - تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو سازمان "فریډم نو" وايي چې د طالبانو پر وړاندې د "مانا لرونکي نړیوال اقدام" لپاره د افغانو ښځو غوښتنې باید له پامه ونه غورځول شي.

دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن کې دی، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالبان په افغانستان کې د "محدودوونکو حکمونو" په تحميلولو سره د نړیوالو قوانینو پر نقض ټینګار کوي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې لا هم ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو بې برخې دي او په خبره یې، دا په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې دا ډول بندیز پلي کوي.

په همدې حال کې د ښوونځیو او پوهنتونونو له زده کړو څخه بې برخې یو شمېر نجونې هم شکایت کوي چې د دغه ډول وضعیت له دوامه ستړې شوي او باید د علم دروازې ورته ژر تر ژره پرانیستل شي.

کبرا حیدري چې کابل د يو ښـوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده، غواړي په راتلونکي کال کې ورته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"کله چې د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ وتړل شوې، زه په لسم ټولګي کې وم، موږ دوه نیم کاله په کور کې پاتې شو او موږ هیڅ پرمختګ ونه کړ، موږ له دې حالت څخه په بشپړ ډول ستړي شوي یو. موږ هیله لرو چې اسلامي امارت به په نوي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیزي."

طالبان، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي
طالبان، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي

د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د انګلیسي څانګې یوه محصله راشده شايق هم ورته شکایت لري او د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو په اړه د محدودکونکي فرمانونو له صادرېدو خواشینې ده.

راشدې ازادي راډیو ته وویل:

"دا محدود فرمانونه یوازې د ښځو لپاره صادر کېږي، یوازې موږ ښځې زیانمنې یو، دوی دا ذهنیت رامینځته کوي چې موږ باید د زده کړې سره هیڅ تړاو ونلرو، زه چې خپل کتابونه ګورم، زه یې نه شم لوستلی، يو ډول بد مې ترې راغلي ،زموږ لپاره رواني ستونزې پيداکړي دي"

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې زده کړو ته لاسرسی يو انساني او بشري حق دی، خو بيا هم د طالبانو د حکومت لخوا پر پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو د بنديز ۴۰۰ ورځې او پر ښوونځيو کې پر زده کړو د بنديز شاوخوا ۸۰۰ څخه ډېرې تېرېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار

د دې بنسټ د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې نړۍ د افغان ښځو او نجونو د تعلیم په برخه کې په نه پاملرنې تورنه کړه او ویې ویل چې په حقیقت کې باید ټوله نړۍ د شرم احساس وکړي ځکه چې د هغې په وینا، په داسې حال کې چې د هېواد ټولې نجونې او ښځې له میاشتو او کلونو راهیسې له زده کړو بى برخې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې د نجونو پر تګ بنديز لګولى او همدا شان نجونې يې پوهنتونونو ته هم له تګ راګرځولې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې دغه بندیزونه لنډمهالي دي، خو له څه باندې دوو کلونو وروسته لا هم ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې دي او طالبانو په دې برخه کې نړیوالو غبرګونونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG