د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

فریډم هاوس: افغانستان د هغوهېوادو په کتارکې چې ازاد نه دی


فریډم هاوس موسسې په خپل تازه راپورکې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادو په کتار کې راوستی دی چې ازاد نه دی.

په د ۲۰۱۴ کال کې په نړۍ کې د ازادي په نامه راپورکې د نړۍ د ۱۹۵ هېوادو او څوارلسو نورو سیمو د ازادي وضعیت څیړل شوی دی.

په دې راپورکې د سیاسي حقوقو او مدني ازادیو پر بنسټ له یوې تر اوو نومرې ورکړل شوې دي، داسې چې یوه نومره تر ټولو ازاد هېواد ته ورکړل شوې او اوومه نومره د هغه ځای په برخه شوې چې یو مخ ازاد نه دی.

په دې راپورکې افغانستان ته شپږمه شمېره ورکړل شوې ده.

د فریډم هاوس په راپورکې دولتي او غیر دولتي عوامل د یاغیانو او نورو وسله والو د فعالیتونو په ګډون پر سیاسي او مدني ازادیو اغیز شیندلی دی.

د راپور له مخې د دې لپاره چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې لږ شوې دي نو امنیتي وضعیت یې خراب شوی او د دې لپاره د نړۍ په غیر ازادو هېوادو کې حساب شوی دی.

په دې اړه احمد شیبر یو بحث وړاندې کوي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG