د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

فریډم هاوس: پر انلاین خپرونو محدودیتونه مخ په ډیریدو دي


د دوه زره دولسم کال د انلاین شبکو ازادي، د هغه نوي راپور نوم دی، چې د فریډم هاوس له خوا خپور شوی دی. دې راپور کې په اوه څلویښت هیوادنو کې انلاین کارونه یا په انترنیټ کې خپریدونکي مطالب د تیر میلادی کال له جنوري د سږکال تر می میاشتې پوری ارزول شوي دي.

د راپور د جوړونکو مشره، سنجاکیلي وايي، ځپونکي حکومتونه په دې برخه کې له دودیزو طریقو کار اخلي لکه د هغو مطالبو فلترول یا بندول؛ چې د دوی نه خوښیږي او یا د انلاین لیکنو د مشهورو کسانو نیول او بندیانول.

کیلي د انلاین معلوماتو د کنترولو لپاره بیلابیلو طریقو ته اشاره کوی؛ لکه د فعالو لاسوهنو او په ناقانونه توګه د انلاین خپرونو څارنه یادوي.

په دې سروې کې راغلي، له اوه څلویښت هیوادنو څخه په څه باندې څلورمه برخه کې له هغه کدرونو څخه کار اخستل شوی؛ چې حکومت پلوی بلاګ لیکونکی دی او د حکومتونو له خوا تمویلیږي او بیا دوی د حکومتونو د مخالفینو د ځپلو هڅې کوي، ناسم معلومات خپروي او یا دا چې د حکومت د رسمي دریځ په پام کې نیولو سره مطالب خپروي.

فریډم هاوس یا د ازادي کور وایي، دا تاکتیکونه یا طریقې پخوا تر سره کیدې او بیلګې یې په ډیره پراخه بڼه په روسیې او چین کې لیدل شوې وې؛ خو اوس په بیلاروس، اکراین، ایران او شاوخوا سیمو کې لیدل کیږي.

فریډم هاوس په دې برخه کې مثالونه وړاندې کوي؛ لکه په روسیې کې ویل کیږي، چې د ولایمیر پوتین حاکم ګوند، متحدې روسیې، پر مطبوعاتو څه باندې د درې لکو ډالرو د پانګوني پلان کړی؛ څو په دې توګه د خپل مخالف "الکسي نوالني" بلاګ کمزوری کړي.

په داسې حال کې چې انټرنټ په روسیې کې نسبتاً ازاد ګڼل کیږي، کیلي وایي، چارواکو د وروسیتو حکومت ضد څپو په ځواب کې خپلې هلې ځلې تیزي کړي او اکثره هڅې د انټرنټ له لارې تنظمیدې.

کیلي وایی، کله چې موږ په سیمه کې له خلکو سره په دې اړه خبرې کوو؛ نو بیا د مقاماتو له خوا د مخ په زیاتیدونکو تیلفونونو په اړه اورو؛ چې دوی د دې انلاین خپرونو د بندولو ګواښونه کوي او ورته ویل کیږي؛ چې که خپلې خپرونې بندی نه کړي نو نه یواځې دوی؛ بلکې کورنۍ به یې هم له سختو عواقبو سره مخامخې شي.

په راپور کې همدا شان د فزیکي حملو یادونه شوې، چې ځینې وخت په منځني ختیځ او منځني اسیا کې د سیمه ییزو خبریالانو او بلاګ لیکونو د مرګ سبب شوې دي.

په مجموعي توګه ایران، کیوبا، چین او سوریه هغه هیوادونه ښودل شوي؛ چې د انلاین خپرونو ازادي په کې تر ټولو لږه ده. دا په داسې حال کې ده، چې ازبکستان، بلاروس او پاکستان په هغه ډله کې راغلي، چې په کې دا ازادي نه شته.

استونیا، متحد ایالات او جرمني بیا هغه هیوادونه یاد شوي، چې په کې د انلاین فعالیتونو ازادي ډیره پراخه ده.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG