د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

د پوهنې نړیواله ورځ؛ " افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري"


د افغان نجونو د زده کړو يو پخوانی تصویر
د افغان نجونو د زده کړو يو پخوانی تصویر

نن د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري.

یونیسف ویلي چې په دوهم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه لري او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.

د یونیسف په راپور کې خوندي زېربناوې او ښوونځي د باکیفیته ښوونیز نظام له اساسي بنسټونو څخه بلل شوي او ویل شوي چې په افغانستان کې تر نیمايي زیات ښوونځي د څښاک پاکې اوبه او له یو پر درېیمې څخه زیات یې روغتیايي خدمتونه نه لري.

نړۍ د پوهنې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو له تړل کیدو ۸۵۶ ورځې او د ښځینه زده کوونکو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کیدو ۳۹۶ ورځې تېرې شوې دي.

د دې تر څنګ طالبانو له زده کړو څخه د دغو محرومو نجونو لپاره ښوونیز کورسونه هم بند کړي دي.

د طالبانو د دغو بندیزونو په اړه له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو او د هغوی د لیرې کولو له غوښتنو سره- سره، طالب چارواکو د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

له زده کړو څخه بې برخې شوې یوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

" نجونې په افغانستان کې ان د زده کړې حق نه لري، دا لا پر ځای پرېږده چې د ښوونیزو ستونزو په اړه وغږیږو. هغه کړکېچ او وحشت چې فعلا په افغانستان کې روان دی، له تحصیل، پوهنتون او ښونځيو څخه د نجونو پاتې کیدل دي. د زده کړو ټولې دروازې د دوی پر مخ تړل شوي دي."

له زده کړو څخه د نجونو د محروميت په اړه د دوی د شکايتونو تر څنګ يو شمېر نارينه زده کوونکي وايي چې د زده کړو په بهير کې له ستونزو سره مخ دي.

د يوولسم ټولګي زده کوونکي علي رضا ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې په ښوونځيو کې د کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي او د خپلو خويندو په اړه هم اندېښمن دي چې ښوونځيو ته نه شي تللی.

رضا زياتوي:

" روزل شوي ښوونکي نشته، په مهمو مضامینو کې کله چې ښوونکی نه وي، زده کوونکي ټولګی کنټرولوي، ایا د ښوونځي موخه د زده کوونکو د ویښتانو او یونیفورم تنظیمول دي؟ زموږ ښوونځی کتابونو ته اړتیا لري. هر زده کوونکی یوازې دوه یا درې کتابونه لري، یوازې اول نمره بشپړ کتابونه لري. مدیریت ضعیفه دی. موږ ټول ښوونځي ته ځو، خو زموږ خویندې ښوونځي ته نه شي تلای."

یوه ښوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دا مهال د افغانستان د پوهنې په نظام کې ستونزې شته خو د طالبانو حکومت له خوا د نصاب د بدلولو پریکړې دوی نور هم اندیښمن کړي دي.

دغه افغان ښوونکی وايي:

" موږ دیني زده کړې درلودې، د دنیات کتابونه مو درلودل، قرآنکریم مو درلوده. دا هغه کتابونه ول چې زموږ د تقسیم اوقات په لومړي سر کې به و. خو که اوس موږ ساینس ونه لولو څنګه پوه شو چې د یوه انسان د بدن سیستم څنګه دی. که تاریخ ونه لولو د افغانستان د پخواني حالاتو په اړه څنګه خبر شو. که په یوې جمله کې ووایم، په ټوله کې د افغانستان ښوونیز سیستم د ړنګیدو په حال کې دی."

يو شمېر افغان نجونې، دوی اوس له شپږم ټولګي څخه د لوړو زده کړو له حقه محرومې شوې دي
يو شمېر افغان نجونې، دوی اوس له شپږم ټولګي څخه د لوړو زده کړو له حقه محرومې شوې دي

د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان وايي، د پوهنې د کیفیت د ښه والي او د زده کړو د مساوي حق په خاطر باید ښوونیز سیستم ته زیاته پاملرنه وشي.

د زده کړو د برخې فعاله او د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین مطبوعاتي مسوولې زرکې ملیار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان لا هم د ښوونځیو د ودانیو، تدریسي موادو او د درسي ټولګیو له کمښت سره مخ دی چې دا د پوهنې پر نظام او د زده کړو پر کیفیت ناوړه اغېز لري.

ملکيار وايي:

" د ښوونځيو نه شتون او د ښوونکو کمښت له یوې خوا او نجونو ته ښووننځيو ته د تلو اجازه نه ورکول له بلې خوا، د دې لامل شوی چې زده کړو ته لاسرسی ستونزمن شي. د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل زموږ د ټولنې اساس او بنسټ لړزوي. "

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د دوی د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا نن چهارشنبه په کابل کې "د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د ښه والي ملي کنفرانس" د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دوی حکومت د ښوونیز سیستم د پیاوړتیا ترڅنګ هڅه کوي چې په تعلیمي نظام کې د شرعیت په چوکاټ کې عصري علومو ته ځای ورکړي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي څخه ښکته د تعلیمي نصاب د بدلولو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې په دې بدلونونو کې د هغو مواردو لرې کول شامل دي چې د "افغاني شریعت او کلتور" خلاف دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ځینو چارواکو تل د ښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي نظام کې د دیني مضامینو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ان د دیني مدرسو شمېر یې هم زیات کړی دی.

دا مهال په افغانستان کې شل زره دیني مدرسې شته چې له دې جملې څخه ۱۳ زره یې د پوهنې وزارت له خوا ثبت دي.

افغان نجونو بيا - بيا دوی ته د زده کړو د حق غوښتنه کړې او په دې اړه یې اعتراضونه کړي
افغان نجونو بيا - بيا دوی ته د زده کړو د حق غوښتنه کړې او په دې اړه یې اعتراضونه کړي

دا په داسې حال کې ده چې نن د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان د سږني کال د پوهنې نړیوالې ورځې موضوع "د کرکه لرونکو خبرو په مخنیوي کې د پوهنې او ښوونکو مهم رول" ټاکلی دی.

یونسکو د دې ورځې په مناسبت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې کرکه لرونکې خبرې تعصب او تبعیض ته لمن وهي او تاوتریخوالی عادي کولای شي او له همدې امله یونیسکو له خپلو غړو هېوادونو غوښتي چې د سولې او انساني کرامت د ټینګښت لپاره د یوې وسیلې په توګه تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG