د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

ځینو ديني عالمانو او قومي مشرانو د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو د پرانيستو غوښتنه وکړه


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. دوی د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو لخوا له پوهنتوني زده کړو منع کړای شوې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. دوی د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو لخوا له پوهنتوني زده کړو منع کړای شوې.

يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو په هغه غونډه کې چې تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو د پرانيستنې غوښتنه وکړه.

سره له‌دې چې لا هم د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونو د بېرته پرانيستل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت کوم دريځ نه‌دی څرګند، تازه يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو نجونو ته د زده‌کړو او تحصيل د اجازې ورکولو غوښتنه کړې.

ديني عالمانو او قومي مشرانو دا غوښتنه تېره ورځ په هغه غونډه کې وکړه چې په سپېدار ماڼۍ کې د رسنیو په حضور کې جوړ شوې وه 'د ملت او نظام ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د عالمانو او قومي مشرانو د ونډې' په نوم جوړه شوې وه.

دې غونډې ته چې د افغانستان له ټولو زونونو ۲۰۰ ديني عالمان او قومي مشرانو ورغوښتل شوي وو، د طالبانو د حکومت لوړپوړو مسؤلينو هم ګډون په‌کې کړی و.

د سوېلي زون يو قومي مشر محمد هاشم غونډې ته په خپلو خبرو کې وويلي: "امارت دې ديني او عصري زده‌کړو ته، لکه څنګه چې توجوه شوې ده، نو په‌دې کې دې د نجونو او خويندو په مخه ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي."

دغه شان يادې غونډې ته د افغانستان له لوېديځ ورغلي ديني عالم محمد اسلام هم ورته غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "د مېرمنو اړوند حقوق او د هغوی د زده‌کړو برخه کې د اسلامي شرايطو او د اسلامي نظام د معيارونو پر اساس او دغه شا د اصولو مطابق انشالله چې جدي اقدام وشي."

ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې بندې کړي دي.
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې بندې کړي دي.

هممهاله هغه نجونې چې د طالبانو د بنديز له امله له زده‌کړو او تحصيل بې‌برخې شوي دي وايي، دا غوښتنه يوازې د ديني عالمانو نه، بلکې د ټولو افغانانو ده او بايد دوی ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

سپوږمۍ غرنۍ د کابل طبي پوهنتون او هاديه ارمغان په بلخ کې د يوه ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکي دي، خو اوس په کور ناستې دي.

دو په دې اړه ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

سپوږمۍ وویل: "دا غوښتنه نه يوازې د ديني عالمانو، بلکې د ټولو افغانانو، د هر پلار، د هر ورور غوښتنه ده، چې د دوی د خويندو او لورګانو په مخه دې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانيستل شي او دوی يو ځل بيا وکولی شي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

هادیه ارمغان وايي: "له نړيوالو او هغه څوک چې زموږ غږ اوري، غوښتنه مو دا ده چې طالبانو ته ووايي، هغوی سره مذاکره وکړي او دې ته يې وهڅوي چې د نجونو په مخه د ښوونځيو دروازې پرانيزي."

بلخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، تېره ورځ يې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې دواړو لورو د نجونو لپاره د زده‌کړو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دا چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به کله پرانيستل شي او په‌دې اړه د طالبانو د حکومت طرحه او تګلاره تر کومه بريده جوړه شوې، په‌دې اړه د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د پوهنې او دغه شان د لوړو زده‌کړو وزارتونو د مسوولانو نظر ولري، خو د دوی د پوهنې وزارت وياند منصور احمد حمزه او د لوړو زده‌کړو وزارت وياند ضياء هاشمي پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې چې پر افغانستان يې بياځلي ولکه ټينګه کړه، سملاسي يې د نجونو د ښوونځي دروازې وتړلې او دغه شان يې د تېر ۲۰۲۲ کال ډسمبر مياشت کې پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بنديز اعلان کړ.

سره له‌دې چې د طالبانو د حکومت له لوري پر نجونو د زده‌کړو او تحصيل بنديز په ځلونو پر کور دننه او د نړيوالو سازمانونو له غبرګونونو سره مخ شوی او له دوی يې غوښتنه کړې چې د نجونو د زده‌کړو حق دوی ته ورکړي، خو طالبانو لا په‌دې برخه کې خپلې تګ‌لارې نه‌دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG