د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

اوچا: طالبان مرستندویو فعالیتونو ته خنډونه جوړوي


کابل کې یو شمېر مرسته ترلاسه کوونکې مېرمنې
کابل کې یو شمېر مرسته ترلاسه کوونکې مېرمنې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې په روانه فبروري میاشت کې بیا هم په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره له خنډونو سره مخامخ وه.

اوچا وايي چې په روانه میلادي میاشت کې د بشري مرستو ۳۷ پروګرامونه د دې خنډونو له کبله په موقتي ډول وځنډېدل.

د راپور له مخې، د دې خنډونو په سلو کې ۹۰ د واکمنو طالبانو او د هغوی د پوځي ځواکونو له خوا جوړ شوي دي.

اوچا وايي که څه هم دا خنډونه د تېرو میاشتو پرتله په سلو کې ۲۸ او د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۱۴ کم شوي، خو علت یې د اوچا په وینا ښايي په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو له کبله د بشري مرستو د رسولو په عملیاتو کې کموالی او یا ځنډ وي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله لاهم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسول ګران کار دی.

اوچا زیاتوي چې که څه هم د روغتیا او زده کړو په برخو کې طالبانو د ښځو کار کولو ته یوه استثنا منلې ده، خو له دې سره -سره په خیریه ټولنو کې د کار او د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه نیمګړې ده.

په مرستندویو فعالیتونو کې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون بندیز دا فعالیتونه نور هم ستونزو سره مخ کړي
په مرستندویو فعالیتونو کې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون بندیز دا فعالیتونه نور هم ستونزو سره مخ کړي

اوچا په خپل راپور کې یادونه کوي چې په سلو کې د ۶۷ خنډونو علت د مرستو په رسولو کې د طالبانو یا د طالب وسله والو لاسوهنه وه.

اوچا وايي دا لاسوهنې یا د لاسوهنو هڅې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۹ سلنه زیاتې شوې دي.

اوچا د مثال په توګه د هغو کسانو په خوښولو کې چې باید مرستې ترلاسه کړي، یا پر دندو وګومارل شي د طالب چارواکو لاسوهنې یادوي.

په راپور کې راغلي د دې لاسوهنو له کبله په غور او دایکنډي ولایتونو کې د بشري مرستو بهیر وځنډېد.

اوچا وايي، د تېرو میاشتو پرتله د مرستندویو موسسو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي پېښې ۱۵ سلنه زیاتې شوي دي.

په راپور کې د خیریه ټولنو د ۹ کارکوونکو د نیول کېدو او بندي کېدو او پر ۴ کسانو د فزیکي حملو یا له هغوی سره د تشدد، د ۲ کسانو د ټپي کېدو او د اوچا له تاسیساتو د غلا د یوه مورد یادونه شوې.

د اوچا راپور په روانه میاشت کې په امنیتي پېښو د یوشمېر کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.

طالبانو د ملګرو ملتونو د تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا له دې چې کله هم د بشري مرستو د رسولو په چاره کې د طالبانو د لاسوهنو ادعاوې شوي، دوی په کلکه رد کړې دي.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په تېره نوامبر میاشت کې په یو راپور کې وویل چې طالبان له افغانستان سره د امریکا له مرستو د پام وړ ګټه اخلي او یا یې خپلو کسانو ته ځانګړي کوي.

په راپور کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د ملګروملتو او د کورنیو او نړیوالو موسسو د کارکوونکو په ګډون له ۳۹ کسانو سره چې په ساحه کې حاضر وو مرکې شوي او تقریبا ټولو ورته ویلی دي چې طالبان، د امریکا مرستې یا د ځان لپاره اخلي او یا یې د وېش په چاره کې لاسوهنه کوي.

د بشري مرستو کمېدو او په کېدونکو مرستو کې د طالبانو لاسوهنو فقر نور هم زیات کړی
د بشري مرستو کمېدو او په کېدونکو مرستو کې د طالبانو لاسوهنو فقر نور هم زیات کړی

د چارو د شنونکو په باور دولتونه نه یوازې خیریه ټولنو ته د امنیتي تدابیرو په ټینګولو مکلف دي؛ بلکې د هغو په چارو کې د افرادو او ډلو د لاسوهنو مخنیوی هم باید یقیني کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی کارکوونکی عبدالحسیب لطیفي بیا د دواړو لورو د مکلفیتونو خبره کوي او وایي:

" ملګري ملتونه باید د ټولګټو پروژو مالي او تخنیکي امکانات په ټاکلي وخت کې برابر کړي او همداراز د پروژو د پلي کېدو پر وړاندې مزاحمتونه او خنډونه له منځه یوسي او اسلامي امارت ته هم په کار ده چې په خپلو پالیسیو کې نرمي راولي ترڅو دا پروژې پلې شي."

د اوچا راپور په عین حال کې ویلي چې په ځینو مواردو کې د طبیعي پېښو لکه: د درنو ورښتونو، سېلابونو او برفکوچونو له کبله هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو عملیات له خنډونو سره مخامخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG