د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د افغان نجونو فریاد؛ « پر طالبانو فشار راوړئ چې زموږ ښوونځي پرانیزي»


کابل کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته تړل شوی
کابل کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته تړل شوی

يو شمېر نجونې زده‌کوونکې او محصلانې يو ځل بيا د دوی په مخه د ښوونځيو او پوهنتونو د بېرته پرانيستلو په موخه پر طالبانو د ملګرو ملتونو د فشار غوښتنه کوي.

دوى چې د خپلو زده‌کړو او تحصيل د دوام په اړه اندېښمن دي، په‌دې باور دي چې نړیوال فشارونه کولای شي د دوی د زده‌کړو د حق په وړاندې د طالبانو د حکومت اوسنۍ تګ‌لاره بدله کړي.

دغه نجونې له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، څو په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د کابل اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې کبرا چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې ده، ازادي راډیو ته يې وویل:

"تاسو خبر یاست چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي او دا غونډه چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه جوړه شي، موږ له هغوی غوښتنه کوو چې پر اسلامي امارت فشار راوړي څو نوي کال ته چې په مخکې يې لرو، د نجونو په مخه د ښوونځيو دروازې پرانيزي."

طالبان د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله سختو نیوکو سره مخ دي
طالبان د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله سختو نیوکو سره مخ دي

فوزيه چې د دایکندي ولایت اوسېدونکې او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د څلورم سمستر محصله ده خو د طالبانو د حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته په کور کې ناسته ده، وايي:

"موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو موږ نجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانيستل شي."

نجونې زده‌کوونکې او محصلانې دا غوښتنې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې جوړه شي.

يادې غونډې ته د طالبانو حکومت هم بلل شوی دی.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي له خولې ویلي و چې، د دوحې په غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه به د وضاحت له څرګندېدو وروسته پرېکړه وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي

د دوحې په ناسته کې مو د طالبانو د حکومت د استازو د ګډون او له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل، خو د دغه راپور تر خپرېدو يې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت د سياستونو پر وړاندې یو شمېر معترضو مېرمنو له‌دې امله چې ملګرو ملتونو د دوحې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکړې، نيوکه کړې وه او ویلي یې وو چې دا کار له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو په معنا دی.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو په افغانستان کې د دوی له بياځلي واکمنۍ وروسته طالبانو د نورو بنديزونو او محدودیتونو تر څنګ له شپږم ټولګي پورته زده کړو، تحصيل او کار حق هم له نجونو واخيست.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG