د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بندیانولو په اړه د ملګرو ملتونو ادعاوې او غوښتنې


تصویر له ارشیفه، یو طالب د یوې معترضې ښځې د نیولو پر مهال
تصویر له ارشیفه، یو طالب د یوې معترضې ښځې د نیولو پر مهال

د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان د بشري ناخوالو په اړه څو راپورونه خپاره کړي، د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې وايي، پر افغانستان واکمنو طالبان ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعاتولو په تور نیسي او بندي کوي یې.

دې کارپوهانو بېګا ناوخته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې دا کار سمدستي پای ته ورسوي.

په راپور کې راغلي دي چې د تېرې جنوري میاشتې له پیله لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه په خاطر چې طالبان یې بدحجابي بولي، په غیرقانوني ډول نیول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

د کارپوهانو دې ډلې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ یې غړی دی، له طالبانو غوښتي دي چې د حجاب د هغه سخت قانون په اساس چې دوی وضع کړی، له ښځو د آزادۍ د اخیستلو ټول ډولونه بند کړي او سمدستي هغه ښځې او نجونې چې ښايي تراوسه هم په بند کې وي خوشې کړي.

تصویر آرشیف: کابل
تصویر آرشیف: کابل

په راپور کې غوښتنه شوې چې پر افغانستان واکمن طالبان دې له ښځو سره د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو اصولو په برخه کې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي او د بشري حقونو، د تبعیض د له منځه وړلو او د قانون د حاکمیت د اصولو لپاره دې کار وکړي.

په راپور کې راغلي دي چې د بدحجابۍ په تور د ښځو او نجونو نیول لومړی ځل د کابل په لویدیځ کې چې ډېری اوسیدونکي يې شیعه هزاره ګان دي پیل شول، خو وروسته د کابل نورو سیمو او د بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي او کندز په څېر نورو ولایتونو ته هم وغځېدل.

د راپور له مخې، ډېری دا ښځې په عامه ځایونو، لکه په پلورنځیو، ښوونځیو او د لارې د سر په دکانونو کې په دې تور نیول شوې دي چې ګنې رنګه او تنګې جامې یې اغوستې دي.

په راپور کې دا یادونه هم شوې چې نیول شوې ښځې د پولیسو په موټرو کې امنیتي حوزو ته بیول شوي، په ډېر شمېر ښځې په ډېر کوچني ځای کې ساتل شوي، د ورځې یوازې یو څاښت خواړه ورکړل شوي دي او له ځینو سره یې تاوتریخوالی هم شوی.

تخار کې یو شمېر معترضې ښځې
تخار کې یو شمېر معترضې ښځې

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي طالبانو توقیف شویو ښځو ته د مدافع وکیل د لرلو حق هم نه دی ورکړی.

راپور زیاتوي چې دا ښځې او نجونې یوازې هغه مهال خوشې شوې دي چې د هغوی د کورنیو نارینه غړي یا قومي مشران طالبانو ته لیکلی ضمانت ورکړي چې بیا به دا ډول جامې نه اغوندي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، دا اقدام د ښځو او نجونو د حقونو د سلبولو اوسنۍ څپه د ښځو پر بیان او تګ راتګ له مخکې لګېدلي محدودیتونه نور هم زیاتوي او د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته سخت خراب شوی ځکه پر دوی د زده کړو، کار، وینا، محرمیت، تګ راتګ، وکالت او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې خورا زیات محدودیتونه لګېدلي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د راپور په پای کې غوښتنه کړې چې د دې اقداماتو له مسوولانو سره باید حساب کتاب وشي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې د یوشمېر نجونو او ښځو د نیولو راپورونه تایید کړي، خو هغه ویلي دي چې دا نجونې او ښځې یوازې د څو ساعتونو لپاره نیول شوي او بیا د کورنۍ د غړو د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې شوې دي.

XS
SM
MD
LG