د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د حقوق‌ پوهانو یوې سراسري ټولنې په افغانستان کې د اساسي قانون د تطبیق غوښتنه کړې


عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

د افغانستان د حقوق پوهانو سراسري ټولنې د دوحې غونډې په مناسبت د یوه کمپاین په ترڅ کې په افغانستان کې د اساسي قانون د تطبیق غوښتنه کړې ده.

د دې ټولنې رییس میر عبدالواحد سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د قوانینو دوام، د قانون حاکمیت او د اساسي قانون پلي کول د دولت جوړونې او د نړیوالې انزوا څخه د وتلو بهیر هغه موارد دي چې د دوی په کمپاين کې راغلې دي.

هغه وايي: "همدا شان له ملګرو ملتونو دې وغوښتل شي چې په هر ډول تعامل کې باید د دوی بنسټيزه موضوع د اساسي قانون تنفیذ وي چې په حقيقت کې په دغه ملي وثیقه کې بايد د ملګرو ملتونو منشور ته د درناوي او نړيوالو ميثاقونو ته د افغانستان د ژمنتيا موضوع بايد ثبت شي او د افغانانو حقونه او ازادي بايد په اساسي قانون کې منعکس شي."

ټاکل شوې د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د دې سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب جوړه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په دې غونډه کې به د بشري او ښځو د حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان اړوند پر نورو موضوعاتو د بحث سربېره د دې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی هم وټاکل شي.

طالبان دې غونډې ته بلل شوي او له دې وړاندې د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په حواله لیکلي، د دوحې په غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه به د وضاحت له څرګندېدو وروسته پرېکړه وکړي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو تر دې مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه هیله لري چې طالبان به د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي وايي، د دوحې په ناسته کې د ښځو پر حقونو، د اساسي قانون پر تطبیق او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو بحث، کولای شي د افغانستان په هکله د یوې نوې پروسې د پیلېدو په اړه خوشبیني راولي.

فرهادي وايي: طالبان دې په دې په دې فکر وکړي چې څنګه کولای شي خپل حکومت نورو ته پرانېزي.

هغه وویل: "له طالبانو سره دې داسې خبرې پیل شي چې که حکومت یوازې د طالبانو وي، د نړیوالو لخوا په رسمیت نه پيژندل کېږي او نړۍ دا په دوو کلونو کې دا خبره ثابته کړه او د هغوی حکومت یې په رسمیت ونه پېژنده، نو طالبان دې په دې په دې فکر وکړي چې څنګه کولای شي خپل حکومت نورو ته پرانېزي."

د ښځو د حقونو فعاله پریسا مبارز وايي چې په دې غونډه کې د طالبانو حکومت باید د ښځو پر وړاندې د دوی د کړنو لپاره ځواب ویونکي وګرځول شي.

مبارز وویل: "د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، خو نړۍ له طالبانو سره د تعامل او د هغوی د په رسمیت پېژندلو په فکر کې ده، په داسې حال کې چې هغوی پوهېږي له دوو کلونو څخه ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې بشري حقونو نقضول او جنسیتي اپارټایډ روان دی. باید په دې ناسته کې د افغانستان په اوسني وضعیت بحث وشي او طالبان له خپلو ناسمو اعمالو لاس واخلي."

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تایید کړې وه چې د دوحې په غونډه کې به د افغان ښځو او مدني فعالانو استازي هم ګډون وکړي.

د يادونې ده چې تر اوسه نه ملګرو ملتونو او نه هم کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلى او د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو د حقونو تامين او د يوه ټولشموله حکومت رامنځته کول د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو له اساسي شرطونو څخه بلل شوي دي.

خو طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او حکومت یې ټول شموله دی.

هغه ادعا چې ظاهراً نړېوالې ټولنې او سازمانونو ته د منلو وړ نه ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG