د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

یو شمېر طالب چارواکي: هیڅ بهرنی او سیاسي فشار نه منو


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې د افغانستان د سرحدونو، او قبایلو د وزارت له خوا د "اسلامي نظام او ملي یووالي د ټینګښت" په نوم غونډه کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ټینګار وکړ چې هېڅ ډول بهرنی او سیاسی فشار نه مني.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په دې غونډه کې د کوم ځانګړې لوري له نوم اخیستو پرته وویل چې دوی باید ازادي، خپلواکي، ملي او اسلامي ګټې وپېژني او درک یې کړي.

هغه زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې د افغانستان د امنیت د خرابولو یا د افغانستان د اقتصاد د ویجاړولو هڅه کوي، په سیاسي او بهرنۍ توګه فشار راوړي، باید پوه شي چې دا کار به کومه پاېله و نه لري."

خو نوموړي ونه ویل چې څوک د طالبانو پر حکومت فشار راوړي.

د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د دوی نظام د خلکو د قربانۍ پر بنسټرامنځته شوی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د شریعت او د دوی د حکومت خلاف ودریږي.

مولوي کبیر وویل:

"لکه څنګه چې موږ شل کاله د اسلامي نظام د مخالفینو پر ضد کار وکړ، اوس موږ خپل ټول ځواک د هغو کسانو پر ضد کاروو چې زموږ د دین او اسلامي نظام دښمنان دي."

هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت د نړۍ له ۳۸ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې او تعاملات لري او دا د دوی لپاره د رسميت پېژندلو په معنا ده او د دوحې په ناسته کې د نړۍ هڅه دا ده، چې له افغانستان سره تعامل ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د دوحې په غونډه کې ګډون کوونکي هیڅ لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې وړاندې بېلابېلونړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د اړیکو یو مهم شرط د افغانانو د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو درناوی یاد کړی دی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښمنې دي او وايي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو د حکومت کړنلارو ته په کتو به دوى یانې طالبان په خپلو سياستونو کې هېڅ بدلون رانه ولي.

له دوی څخه یوې نجیبې سنجر ازادي راډيو ته وویل:

"زه په هیڅ صورت خوښه نه یم چې د دوحې غونډه به وکولاى شي د طالبانو په دریځ کې بدلون راولي ځکه چې داخلي مسایل دوی ته اجازه نه ورکوي چې دا کار وکړي. ځکه چې په تیرو دو نيمو کلونو کې مو ولیدل چې د دې وضعیت د بدلولو لپاره ټولې هڅې ناکامې وې. "

د بشري حقونو فعالې نسرین حمیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل:

"په افغانستان کې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دېرشو مياشتو کې د بشري حقونو څخه ډېرې سرغړونې کړې دي، ټولې افغانې ښځې يې له بشري حقونو بې برخې کړې دي او له همدې امله به موږ نړۍ او ملګرو ملتونو ته اجازه ور نه کړو چې له طالبانو سره تعامل وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو او د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو په ګډون جوړېږي.

طالبانو ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوحې د غونډې د د جزییاتو له ترلاسه کولو وروسته به په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG