د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د ملګرو ملتونو اټکل: روان ژمی به د ميلیونونو افغانانو لپاره له کړاوونو ډک وي


ارشيف: په کابل کې د اړمنو ښځو او ماشومانو انځور
ارشيف: په کابل کې د اړمنو ښځو او ماشومانو انځور

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د دوی د اټکل له مخې به روان ژمی د ملیونونو افغانانو لپاره له کړاوونو ډک وي.

په داسې حال کې چې سخت ژمي د افغانستان په زیاتو برخو کې د خلکو بشري اړتیاوې زیاتې کړي، د ملګرو ملتونو یوې ادارې د ملیونونو افغانانو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، سخت ژمی به په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې او کړاو لا پسې زیات کړي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک Caroline Gluck ازادي راډیو ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستانه د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج د خلکو بشري وضعیت او نورې اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.

ګلوک: د نورو بنسټونو په څېر 'یو این ایچ سي آر' هم په افغانستان او نړۍ کې د بودیجې له کموالي سره مخامخ ده.

ګلوک وویل: "یو این ایچ سي آر' د راروانو میاشتو په باب اندېښنه لري چې سخت ژمی به هغه ستونزې لا سختې کړي چې افغانان له مخکې ورسره مخامخ وو. موږ وینو چې ولسونه د راستنېدونکو هرکلی او ملاتړ کوي، حال دا چې دغه ولسونه په خپله د مړینې، د منظم کار موندلو او په منظم ډول د خوړو موندلو د ستونزې مقابله کوي. په داسې حال کې چې افغانستان کې بشري اړتیاوې سختېږي، د تر ټولو زیانګالو کسانو د لاسنیوي لپاره زموږ د تمویل اړتیا تر بل هر وخت عاجله بڼه خپلوي. د نورو بنسټونو په څېر 'یو این ایچ سي آر' هم په افغانستان او نړۍ کې د بودیجې له کموالي سره مخامخ ده. موږ اندېښنه لرو چې دا ستونزه به زموږ د فعالتیونو دوام اغېزمن کړي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، دوی د بودیجې له کموالي سره سره د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی کوي او په هرات کې یې د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو شویو سره هم د مرستې پروګرامونه روان دي.

له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي کډوال
له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي کډوال

ځینې راستانه شوي کسان وايي، افغانستان ته له ستنېدو وروسته نه ورته کار روزګار پیدا کېږي او نه په دې پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.

احسان الله چې یو خیاط دی په وروستیو کې کندهار ته ستون شوی، خو اوس دومره بې‌وسه دی چې د خیاطۍ ماشین هم نه شي رانیولی.

احسان الله: غواړو چې دلته د کار روزګار زمینه راته برابره شي.

هغه وویل: "هلته هرڅه رانه پاتې شول. غواړو چې دلته د کار روزګار زمینه راته برابره شي. غواړو ځوانانو ته کارونه پیدا شي، ځکه دغه ځوانان نهیلي دي. هیله ده دولت راستنو شویو ته د کار زمینه برابره کړي."

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ ګړندۍ شوې او د طالبانو چارواکي وايي، تر ۸۰۰زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ایستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کميشنرۍ ویلي، زیات افغانان په لومړي ځل افغانستان ته ځي او په دې هم نه پوهېږي چې په دې ساړه ژمي کې چېرې لاړ شي.

تر دې مخکې تېره میلادي میاشت د کډوالۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په باب له اندېښنو سره ویلي وو، په دغه هېواد کې خلک د ژمي تېرولو لپاره کافي امکانات نه لري.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي او د سلګونو-زره ستنېدونکو بحران د اړو کسانو شمېر لا زیات کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG