د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

افغانستان کې د لوږې د مخنیوي هڅې؛ ډبلیو‌ایف‌پي: هره میاشت ۸۵۰۰ لارۍ مواد لرې پرتو سیمو ته لېږدو


ارشیف: د ډبلیو ایف پي له خوراکي توکو بار موټرې چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته لېږدول کېږي.
ارشیف: د ډبلیو ایف پي له خوراکي توکو بار موټرې چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، هره میاشت اته نیم زره لارۍ مواد د افغانستان لرو پرتو سیمو ته انتقالوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دوی غذايي مرستې به د ژمي پر مهال له لوږې سره د مخو افغانانو د ژوند ژغورنې یواځینۍ لار وي.

'ډبلیو اف پي' یکشنبه ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه په غور کې یوې لرې پرتې سیمې ته د موادو د انتقال یوه ویډیو خپره کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل بیان کې ویلي چې دا لارۍ څو ورځې په صعب العبورو لارو مزل کوي څو اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

'ډبلیو اف پي' ویلي هره میاشت په غرنیو او صعب العبورو سیمو کې د دوی ۸۵۰۰ لارۍ مزل کوي څو ډاډمنه کړي چې اړمن خلک له مرستو پاتې نه شي. د ملګرو ملتونو دې اړوند ادارې ویلي، تېر ۲۰۲۳ کال یې د افغانستان ګوټ ګوټ کې اړمنو خلکو ته څه باندې درې نیم لکه ټنه غدايي مواد ور رسولي دي.

بشارت احمد: زموږ په هڅو سره غذايي مواد هغو ته چې اړتیا ورته لري په وخت رسیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان څانګې د موادو د لېږد یا لوجستیک د برخې مرستیال بشارت احمد د موادو د لېږد په باب یوه پیغام کې ویلي: "موږ د خپلې څانګې لخوا نورو بشرپاله موسسو ته د ژوند ژغورونکو موادو په انتقال کې همکاري کوو او دا ډاډمنوو چې اړمنو کسانو ته ورسېږي. موږ په بېړنیو حالاتو کې د دغو خدماتو رسولو ته ژمن یوو. زموږ په هڅو سره غذايي مواد هغو ته چې اړتیا ورته لري په وخت رسیږي."

افغانستان کې د لرو پرتو سیمو اکثر لارې د ژمي پر مهال د واورې د اورښت په خاطر ډېر وخت تړلې وي او اړمنو ته په وخت مرستې نه رسېږي.

'ډبلیو اف پي' مخکې خبرداری ورکړی و چې تېر کال د کافي بودیجې د نشتوالي په سبب دوی د مرستو کچه راټیټه کړه.

ارشیف: په افغانستان کې مرستو ته منتظرې اړمنې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې مرستو ته منتظرې اړمنې مېرمنې

اوس دوی یواځې درېیو میلیونو کسانو ته مرستې رسولی شي.

'ډبلیو اف پي' ویلي، اړمنو ته د مرستو رسولو په خاطر د ژمي په اوله برخه یا فاز کې ۲۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو راستنېدو خوراکي مرستو ته د خلکو اړتیا لا پسې زیاته کړې او مرستندویه ټولنې وايي چې که لازمه بودیجه په واک کې ورنه کړل شي ستونزمنه به وي چې د لا زیاتې لوږې او بشري بحران مخه ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG