د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

هره ورځ ۲۱ افغان میندې د روغتیایي خدمتونو د کمښت له امله مري


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس‌رسي له امله زیاتره ښځې او ماشومان زیانمنېږي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د روغتیا له سکتور سره د مرستې د بېړنۍ غوښتنې په اړه په یوه راپور کې ویلي، په دغه هېواد کې هره ورځ ۲۱ میندې مړې کېږي چې له امله يې ۱۴۸ ماشومان اغېزمنېږې.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې:

" طبیعي پېښو، وچکالۍ، د خوراکي توکو کمښت او کمزوري روغتیايي سیستم اړمن خلک اغېزمن کړي او د افغانستان په ۲۰ زره کلیو کې ۹،۵ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته ډېر کم او يا هم هيڅ لاس‌رسی نه‌لري."

په دې راپور کې راغلي چې د ښځو پر کار او زده‌کړو بنديز روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاس‌رسي ستونزه لا پسې خرابه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین لا هم د نړۍ له سترو بحرانونو څخه دی.

په دغه راپور کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت او روغتیايي معلوماتو ته د نه لاس‌رسي مسئله هم مطرح شوې چې له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰ یې د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

" طبیعي پېښو، وچکالۍ، د خوراکي توکو کمښت او کمزوري روغتیايي سیستم اړمن خلک اغېزمن کړي"
" طبیعي پېښو، وچکالۍ، د خوراکي توکو کمښت او کمزوري روغتیايي سیستم اړمن خلک اغېزمن کړي"

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې نشتوالی تر ټولو ستره ننګونه بللې، چې له امله یې د ۲۶۲ ثابتو او ګرځنده روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوی او ۲ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته له لاس‌رسي محروم شوي دي.

همدارنګه، د ۲۰۲۳ په اګست کې، شاوخوا ۲۸۰۰ د روغتیا او تغذیه معلوماتو سيمه‌ييزو ټولګيو خپل فعالیتونه ودرول چې ۱۴۰زره ماشومان یې اغېزمن کړل. د دغو اغېزمن شويو ماشومانو نیمایي یې تر پنځو کلونو کم عمرونه لري.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له‌دې چې د دوی په ولسوالیو او کلیو کې روغتیايي مرکزونه شته، خو متخصص ډاکټران او با کیفیته درمل نه‌لري.

د غور ولایت د لعل سر جنګل ولسوالۍ اوسېدونکې خاطرې ازادي راډیو ته وویل:

"په لعل مرکز کې خلک روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی لري، خو په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده. روغتیایي خدمات ډېر ښه نه‌دي، په روغتونونو کې درمل نه‌شته."

افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل د روغتیایي خدمتونو د کمرنګه کېدو یو اصلي دلیل ګڼل شوی
افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل د روغتیایي خدمتونو د کمرنګه کېدو یو اصلي دلیل ګڼل شوی

په همدې حال کې د بامیانو په سمڅو کې اوسېدونکی چمن علي وايي چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله دوی با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري.

چمن علي زیاتوي:

"زموږ اقتصاد له صفر څخه هم ټيټ دی، په کورنۍ کې شپږ تنه يو، په باميانو کې په یوه سمڅه کې اوسېږو، کار نه‌شته، د څښاک اوبه نه‌شته، دلته خلک ناروغه دي، کوم روغتون چې لرو کله چې هلته ورشو، امکانات يې ښه نه‌دي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان د دغه راپور په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو بنسټونو هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او ژوند د محدودیتونو لګولو روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو ته د دوی لاس‌رسی کم کړی او له همدې امله ښځې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG