د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

له یوکال ځنډ وروسته د نورستان روغتیايي مرکزونو ته معاشونه او درمل ولېږل شو


نورستان کې روغتیایي مرکز
نورستان کې روغتیایي مرکز

په نورستان کې له نږدې یوه کال وروسته روغتیایي کار کوونکو ته معاشونه او روغتیايي مرکزونو ته درمل ولېږل شول.

په نورستان کې صحي کار کوونکو په تېر یو کال کې د معاشونو د نه ورکړې او په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاوې د نشتون له امله ډېرې ستونزې وګاللې، تېر حکومت يې په ځلونو د حلولو ژمنې کړې وې، خو پرې بریالي نه شول.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې دغه روغتیايي مرکزونه د سویډن موسسې ته په قرارداد ورکړل شوي چې مسولین يې وايي، ټولو ته يې درمل رسولي او صحي کار کوونکو ته هم د معاشونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

په نورستان کې د سویډن موسسې مشر ډاکټر عبدالله روان ازادي راډیو ته وویل: "د نورستان ټول کلنیکونه پوره درمل لري او ټول فعاله دي. دوی ته د ناروغانو او نوکریوالانو د ډوډۍ لګښتونه هم ورکړل شوي دي. د کوټو ګرمولو لپاره د سونګ موادو اخیستلو پېسې هم ورکړل شوي دي. د معاشونو ورکړه پرون پیل شوې او ټول کار کوونکي به سبا او یا هم بله ورځ د اکتوبر میاشتې معاشونه ترلاسه کړي."

ښاغلی روان زیاتوي چې د نورستان صحي کار کوونکو په تېر یوه کال کې د ډېرو ستونزو سربېره بیا هم د خپلو ولسونو خدمت کړی او دوی ډاډ ورکوي چې سویډن موسسه به قرارداد کې ذکر شوي ټولې اسانتیاوې برابروي.

د یاد ولایت روغتیايي کارکوونکي هم په دې خوښ دي چې له یوه کال هلو ځلو او شکایتونو وروسته دوی ته معاشونه او روغتیايي مرکزونو ته درمل رسول کېږي.

د دواب ولسوالۍ د روغتیايي مرکز کار کوونکی عبدالصبور کریمي وایي: "شکر چې د نورستان روغتیايي کار کوونکو ته له یوه کال ځنډ وروسته د یوې میاشتې معاش د سویډن موسسې له خوا ورکړل شول. روغتيايي مرکزونو ته درمل او نور لازم شیان هم لېږل شوي دي. د نورستان ولسونه او په ځانګړي ډول صحي کار کوونکي د ازادي راډیو له محترمې ادارې څخه مننه کوي چې هر وخت يي زموږ د مظلومیت او محرومیت اواز نړۍ او افغان چارواکو ته رسولی او په برکت يې زموږ ډېری ستونزې حل شوي دي."

صحي کارکوونکي له طالب مشرانو د اهېډ موسسې مسولینو سره د دوی د یوه کال د معاشونو او د بې وسه نورستانیانو حقوقو حساب کول غواړي.

د نورستان اوسیدونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو قدرت له رسېدو سل ورځې پوره شوې او په دې سلو ورځو کې يې څو ځله ژمنه کړې چې د اهېډ موسسې مسولینو څخه به د نورستان د روغتیايي کار کوونکو د معاشونو او خلکو ته د خدماتو د سم نه عرضه کولو پوښتنه کوي.

خو د تېر حکومت د چارواکو په څېر دوی لا هم په دې نه دي بریالي شوي چې د اهیډ موسسې مشران پیدا او حساب ورسره وکړي.

د خلکو په خبره چې د اهېډ په نوم موسسې د سمنګان او تخار اوسیدونکي او صحي کار کوونکي د نورستانیانو په څېر ستونزو سره مخ کړي وو.

په تېر یوه کال کې ازادي راډیو ډېرې هڅې وکړې چې د یادو ستونزو په اړه د اهېډ همکارې موسسې د مسولینو نظر هم واخلي خو خبرو ته نه دي حاضر شوي.

طالبانو هم د روغتیايي کار کوونکو د غوښتنې په اړه تازه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG