د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د روڼتیا نړیوال سازمان: د ۲۰۲۲ په پرتله افغانستان کې اداري فساد زیات شوی


کابل کې د فساد پر ضد د کمپاین یو پخوانی تبلیغاتي بینر - ارشیف
کابل کې د فساد پر ضد د کمپاین یو پخوانی تبلیغاتي بینر - ارشیف

د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ۲۰۲۳ کې له فساد سره مبارزه کې ښه نه‌ و.

د دې سازمان په راپور کې چې نن یې خپور کړی، افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له پلوه د ۲۰ نمرو په اخیستو ۱۶۲ ځای خپل کړی دی.

د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۵۰م هېواد و، خو په ۲۰۲۱ کال کې یې ۱۷۴ او ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۵ ځای درلود.

د روڼتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په ټوله نړۍ کې اداري فساد مخ په ډېرېدو دی، خو یو شمېر هېوادونو بیا د دې پدېدې د کنټرول لپاره ښه ګامونه پورته کړي دي.

یاد شوی سازمان هر کال د خپلې اروزنې پر بنسټ د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزوي چې دا راپور یې ښيي، د تېر ۲۰۲۲ کال په پرتله د طالبانو په حکومت اداري فساد د کمېدو پر ځای زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې تل ادعا کړې چې دوی د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې جدي دي.

یو شمېر افغانان بیا وايي، په ادارو کې عدم شفافیت او اداري فساد لا هم پر خپل ځای دی.

د کابل یو اوسېدونکی چې نه‌ غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"طالبان د دې دعوه نه‌شي کولای چې دوی فساد په بشپړ ډول له‌منځه وړی او دوی په کې دخیل نه‌دي. دوی په ګمارنو کې له خلکو پیسې غواړي، کوچنیو او لویو کاروبارونو کې پیسې غواړي او ګمرکاتو کې فساد اوج کې دی. "

یو شمېر خلک: طالب چارواکي ان بېوزلو ته د نړیوالو په بشري مرستو کې هم فساد کوي - تصویر له ارشیفه
یو شمېر خلک: طالب چارواکي ان بېوزلو ته د نړیوالو په بشري مرستو کې هم فساد کوي - تصویر له ارشیفه

د کابل یوه بله اوسېدونکې بیا وايي، اداري فساد تر دې کچې دی چې طالب چارواکي د مرستندویه ادارو په مرستو کې هم لاس‌وهنه کوي.

هغه زیاتوي:

"وړاندې هم چې کومې مرستې افغانستان سره کېدې، لږې به یې خلکو ته رسېدې، اوس دوی هم هغه ټولې حیف و میل کوي. خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. "

د رونټیا نړیوال سازمان له‌خوا په افغانستان داسې مهال د شفافیت د کمېدو راپور خپرېږي چې د همدې سازمان د راپور پر بنسټ، د افغانستان ګاونډی پاکستان توانېدلی چې د تېر کال په پرتله ښې نومرې واخلي او له ۱۴۰ څخه ۱۳۳م ځای ته پورته ولاړ شي.

خو په راپور کې بیا راغلي چې ایران دوه نومرې ښکته تللی او له ۱۴۷م ۱۴۹مې درجې ته رسېدلی دی.

ترڅنګ یې په راپور کې د افغانستان دوه نور ګاونډیان تاجیکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه یاد شوي چې په درجه کې له افغانستان سره برابر، خو په شفافیت لږ څه ښکته دي.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په راپور کې ډنمارک یو ځل بیا د ۹۰ نمرو په تر لاسه کولو د یاد نوملړ په سر کې ځای لري. فنلېنډ بیا د ۸۷ نمرو په تر لاسه کولو دویم او نیوزیلېنډ د ۸۵ نومرو په ترلاسه کولو درېیم ځای خپل کړی دی.

سومالیا بیا د ۱۱ نومرو په تر لاسه کولو لکه د تېر کال په څېر د شفافیت له پلوه تر ټولو خراب یعنې ۱۸۰ یم مقام کې ده.

XS
SM
MD
LG