د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې میر رحمان رحماني " د میلیونونو ډالرو غل" وباله


میر رحمان رحماني، د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې رئیس
میر رحمان رحماني، د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې رئیس

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره چې د قطر له دوحې فعالیت کوي د رحماني په تړاو د امریکا د تازه بندیزونو په غبرګون ویلي چې د دوی دغو پراخو درغلیو هم متحده ایالتونه او هم افغانستان ولوټه.

شارژدافیرې کېرن ډکر میر رحمان رحماني او اجمل رحماني دواړو ته په اشارې زیاتې کړې چې د هغې په خبره رحمانیانو/Rahmanis هغه میلیونونه ډالره غلا کړي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي وو.

کېرن ډکر د دغو پراخو درغلیو په برخه کې د امریکا د خزانې وزارت او د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې یا سیګار د موندنو یادونه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې پر رحماني د امریکا له خوا د مطرح شویو تورونو خلاصه د یوه عکس په بڼه په خپله ایکس پاڼه خپره کړې ده.

کېرن ډیکر، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره
کېرن ډیکر، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره

د امریکا خزانې وزارت دوشنبه ناوخته د ډسمبر ۱۱مه په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول څانګې پر رحماني او له دوی سره پر تړلو ۴۴ کمپنیو د نړۍ په کچه په پراخ فساد کې د دوی د ونډې په خاطر بندیزونه لګوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا کسان او شرکتونه د هغې لایحې په اساس د بندیزونو په لېست کې راغلي چې د امریکا حکومت ته د نورو هېوادونو پر دولتي چارواکو د بندیزونو اجازه ورکوي.

خو میر رحمان رحماني تر دغو تورونو یوه ورځ وروسته په یوه اعلامیه کې چې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې او وروسته یې په خپله فیسبوک پاڼه هم خپره کړې ویلي چې په خپل ځان او اجمل رحماني د امریکا لګېدلي تورونه په بشپړه توګه ردوي.

رحماني ادعا کړې چې د دوی د کاروبار او قراردادونو په برخه کې کورني او بهرني تفتیش شرکتونه ښکېل وو او دوی چمتو دي چې د امریکا متحده ایالتونو ته په ټولو برخو کې سپیناوی ورکړي.

رحماني دا نیوکه هم کړې چې پر دوی باندې دا تورونه تر عدلي او قضايي څېړنو د مخه خپاره شوي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، رحماني او زوی یې د خپلو کورنیو کمپنیو له لارې د فساد یو پېچلی تدارکاتي سیستم رامنځته کړی و چې په نتیجه کې یې د امریکا د حکومت له خوا د پخوانیو پوځي ځواکونو د ملاتړ لپاره د تمویل شویو پروژو میلیونونه ډالر په ناسمه لار لګېدلي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د فساد د هغو مواردو جزییات هم خپاره کړي چې د رحماني کورنۍ لاس په کې لري.

د امریکا حکومت د تورونو د وضاحت په برخه کې یاده کړې چې رحماني او اړوندو شرکتونو په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د تیلو د قراردادونو لپاره د نورو شرکتونو د ونډې مخه نیولې وه او د امریکا لپاره تیل تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو ګران لوېدلي وو.

د امریکا حکومت پر سوداګریزو مساییلو سربېره چې پکې رحماني او زوی یې په پراخو درغلیو تورن شوي د ولسي جرګې د ریاست د ګټلو لپاره د رحماني له خوا د میلیونو ډالرو د ویش د فساد یادونه هم کړې ده.

رحماني د ولسي جرګې د رئیس کیدو لباره هم په میلیونونه ډالره فساد تورن دی
رحماني د ولسي جرګې د رئیس کیدو لباره هم په میلیونونه ډالره فساد تورن دی

د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد او لیکوال نجیب ازاد پر رحماني باندې لګېدلي بندیزونه جدي وبلل او ويې ویل چې دا کار به د نورو په فساد ککړو پخوانیو چارواکو په اړه څېړنو ته لار هواره کړي.

هغه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

" نه یواځې چې سفري بندیزونه دي د دوی نور اقتصادي فعالیتونه هم نغاړي له هغې ډلې میر رحمان رحماني رحماني یا اجمل رحماني یا نور ځينې پخواني چارواکي چې خورا ډېرې پیسې يې په تېرو شلو کلونو کې پيدا کړې هغوی د نړۍ په ډېرو برخو کې فعال تجارتونه لري. دا بندیزونه یې تجارتي فعالیتونه تر اغېزو لاندې راولي. دا بندیزونه په نړیوالو بانکونو کې د دغسې خلکو یا پانګه والو پيسې کنګلوي ځکه دا بانکونه د امریکا تر فشار او کوډونو لاندې وي او پيسې یې ورته منجمدوي."

د رحماني اقتصادي چارې او تجارتي فعالیتونه د دوی د اړوندو کمپنیو له خوا مخته وړل کېدل چې په راس کې یې د میر رحمان رحماني زوی اجمل رحماني دی.

اجمل رحماني د بریټانیا له هلټ پوهنتونه په نړیوالې سوداګرۍ کې ماستري اخیستې ده.

هغه په ګڼو تجارتي غونډو او فورومونو کې ګډون کړی او تر څنګ یې پر خپلو وېب پاڼو او ټولنیزو شبکو له یو شمېر لوړپوړو امریکایي پوځي قومندانانو او ډپلوماټانو سره د ناستې او لیدنو عکسونه هم خپاره کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG