د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

امریکا 'میر رحمان رحماني' او د هغه زوی د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړل


 پرځېدلي جمهوري دولت د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني
پرځېدلي جمهوري دولت د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني

متحدوایالتونو د افغانستان د مخکیني دولت د ولسي جرګې مشر او د هغه زوی د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړل.

متحدوایالاتو د طالبانو پر دوو چارواکو د تېرې اونۍ له بندیزونو وروسته پرون د پرځېدلي جمهوري دولت د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني د خپلو بندیزونو په فهرست کې راوستل.

د امریکا د خزانې وزارت بېګا ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول څانګې پر رحماني او له دوی سره پر تړلو ۴۴ کمپنیو د نړۍ په کچه په پراخ فساد کې د دوی د ونډې په خاطر بندیزونه لګوي.

خبرپاڼه زیاتو‎ي چې دا کسان او شرکتونه د هغې لایحې په اساس د بندیزونو په لېست کې راغلي چې د امریکا حکومت ته د نورو هېوادونو پر دولتي چارواکو د بندیزونو اجازه ورکوي.

د امریکا خزانې وزارت
د امریکا خزانې وزارت

د دې لایحې له مخې امریکا کولای شي له بشري حقونو پر سرغړوونکو او په فساد کې پر ښکېلو چارواکو بندیزونه ولګوي، شتمنۍ یې کنګل کړي او امریکا ته د هغوی سفر ممنوع وګرځوي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، رحماني او زوی یې د خپلو کورنیو کمپنیو له لارې د فساد یو پېچلی تدارکاتي سیستم رامنځته کړی و چې په نتیجه کې یې د امریکا د حکومت له خوا د پخوانیو پوځي ځواکونو د ملاتړ لپاره د تمویل شویو پروژو میلیونونه ډالر په ناسمه لار لګېدلي دي.

په خبرپاڼه کې د تروریزم او په مالي استخباراتي چارو کې د امریکا د خزانې وزارت د مرستیال براین نیلسون له قوله راغلي چې وايي، دوی به له هغو امکاناتو کار اخیستو ته دوام ورکړي چې هدف یې په فساد کې د ښکېلو شبکو له منځه وړل او له هغو سره حساب کتاب دی.

د امریکا د خزانې وزارت میررحمان رحماني، د هغه زوی اجمل او د دوی د کورنۍ نږدې غړي د دولتي چارواکو په توګه د لویې کچې په فساد تورن کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د فساد د هغو مواردو جزییات هم خپاره کړي چې د رحماني کورنۍ لاس په کې لري.

د بیان له مخې د افغانستان د ګمرک ریاست چې د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو لپاره د تېلو د وارداتو مقررات یې وضع کول، داسې مکتوبونه ورکول چې له مخې یې شرکتونو کولای شوای یوه اندازه مالونه له مالیې پرته وارد کړي، خو د امریکا د خزانې وزارت په وینا، د رحماني د تېلو د واردولو اړوندو شرکتونو په پرله پسې ډول د ګمرک چارواکو ته بډې ورکولې څو له مالیې د معافیت نور مکتوبونه ورکړي.

د خزانې وزارت د بیان له مخې، په یوه مورد کې د اجمل رحماني شرکت تر ټاکلې اندازې د دوه ځلې زیاتو تېلو د واردولو مکتوب ترلاسه کړی و.

بیان زیاتوي چې د رحماني یوه اړوند شرکت په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې نږدې یو میلیارد لیټر تېل وارد کړل چې دا په یو کال کې د افغان ځواکونو تر اړتیاوړ ۴۰۰ میلیون لیترو دوه نیم چنده زیات وو.

په بیان کې د فساد یوبل مورد هم یاد شوی دی، داسې چې د ۲۰۱۹ کال په پیل کې د افغان ځواکونو د الوتکو د اړتیاوړ تېلو د تدارکاتو لپاره له رحماني کمپنیو سره قرارداد ختم شوی و، خو بیاهم دې شرکتونو دوه نیم زره متریک ټنه د الوتکو تېل له مالیې پرته وارد کړل.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا اجمل رحماني د ۲۰۱۸م کال په پارلماني انتخاباتو کې د ولسي جرګې د څوکۍ د ګټلو لپاره د رایو په بدل کې رای ورکوونکو ته تحفې او پیسې ورکړې او د خپلې څوکۍ د یقیني کولو لپاره یې د انتخاباتو د کمېسیون ځینو غړو ته د ده د رایو د زیاتولو په بدل کې ۱،۶میلیون ډالره بډې ورکړي.

همداراز د امریکا د خزانې وزارت وايي چې میررحمان رحماني هم د ولسي جرګې د ریاست د ګټلو لپاره وکیلانو ته میلیونونه ډالره بډې ورکړي.

د خزانې وزارت په بیان کې د رحماني د کورنۍ د فساد نور موارد هم یاد شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د خزانې وزارت تېره اونۍ د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي او د طالبانو د علومو د اکاډمي پر رییس فریدالدین محمود هم بندیزونه ولګول.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د علومو د اکاډمي رییس فریدالدین محمود او چپ لور ته د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د علومو د اکاډمي رییس فریدالدین محمود او چپ لور ته د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي.

د امریکا د خزانې وزارت تور لګولی دی چې دا چارواکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم په مخنیوي کې مهم رول لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG