د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۱

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه له نږدې دوه میاشتې جنجال وروسته تصویب کړه.

د جرګې مشر میر رحمان رحماني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۴» د جرګې عمومي غونډه کې وویل، د خلکو د استازو هڅې د دې لامل شوې چې حکومت‌یې سپارښتنې او غوښتنې ومني.

ښاغلی رحماني زیاتوي: "ستاسو پر ځای او عادلانه هڅې د دې لامل شوې چې حکومت ستاسې معقولې غوښتنې ومنلې چې له دې ډلې سر له حمل میاشتې د دولت د ټیټ پوړو مأمورینو او ښوونکو په معاشونو کې دوه زره افغانۍ زیاتې شوې."

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون مشر میر افغان صافي په بودجه کې د بدلونونو په اړه وویل، د مالیې وزارت له‌خوا د مالي کال بودجې په درېیمې مسوده کې ۱۹ موارده له هر اړخیز بحثونو وروسته حل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په بودجه کې د نورو مواردو ترڅنګ، ملي دسترخوان او لوړ رتبه چارواکو ته د دسترخوان پیسو ورکړه له‌منځه وړل شوې ده.

افغان حکومت د دلوې په ۱۸مه د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې درېیمه مسوده د بحث لپاره جرګې ته ولېږله چې بالاخره له نږدې دوه اوونیو بحثونو وروسته ومنل شوه.

افغان جمهور رئیس هم د ولسي جرګې له‌خوا، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې تصویب په اړه خوښي څرګنده کړې.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي: "ولسمشر د ولسي جرګې د غړو دا پرېکړه چې بودجه‌یې د هېواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه، ستاینه وکړه او دا یې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلانونو او برنامو، په ځانګړې توګه په ټول هېواد کې د انکشافي پروژو د پلي کېدو په اړه اړینه پرېکړه وګڼله."

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

له دې وړاندې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې د معاشونو نه یو شان والی، د ۲۱ زره تشکیلاتو کمښت، د هغه ادارو شتون چې ولسي جرګې نه‌دي تصویب کړي او ملی دسترخوان هغه ټکي و چې ولسي جرګې یې له امله دا بودجه دوه ځلې رد کړې وه.

د ۱۴۰۰ مالي کال ټوله بودجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده چې ۳۱۱ میلیارده‌یې عادي او ۱۶۱ میلیارد افغانۍ یې پراختیايي برخې ته ځانګړې شوې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG