د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ولسي جرګه: حکومت دې اسلام قلعه کې سوداګرو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي


ځینو وکیلانو ټینګار کاوه چې د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره دې د ولسي جرګې یو پلاوی اسلام قلعه ته ولاړ شي.
ځینو وکیلانو ټینګار کاوه چې د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره دې د ولسي جرګې یو پلاوی اسلام قلعه ته ولاړ شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) د ورځې عمومي ناستې ازاد بحث تر ډېره د دغه هېواد په اقتصادي مسایلو په ځانګړي ډول د هرات د اسلام قلعه پر پېښې ور ټول وو.

وکیلانو ټینګار کاوه، که ياد ګمرک کې له فساده مخنیوی شوی وای، د ګمرکي اسنادو د طی مراحل کېدو پړاو چټک او لومړي خدمتونه سم وای، دا شان غمېزه به نه پېښېده.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه)د ورځې په عمومي ناسته وویل چې حکومت باید سوداګرو ته د اوښتو زیانونه تاوان ورکړي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني

ښاغلي رحماني زیاته کړه: "په اسلام قلعه کې وحشتناکه اورلګېدنه چې له امله یې د سوداګرو سلګونه کانټیره مالونه وسوځېدل، په افغانستان کې یې خصوصي سکتور ته سخت زیان واړوو، موږ یې سخت اندېښمن کړي یو، باید دا تشخیص او عوامل یې پیدا شي چې څنګه اور رامنځته شو؟ حکومت باید له خصوصي سکتوره د ملاتړ په خاطر تاوان ورکړي، څو اقتصاد وده وکړي او له ماتې سره مخ نه شي."

ځینو وکیلانو ټینګار کاوه چې د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره دې د ولسي جرګې یو پلاوی اسلام قلعه ته ولاړ شي، څو هر څه له نږدې وګوري او کره معلومات را ټول کړي.

که د اسلام قلعه ګمرک کې له فساده مخنیوی شوی وای، د ګمرکي اسنادو د طی مراحل کېدو پړاو چټک او لومړي خدمتونه سم وای، دا شان غمېزه به نه پېښېده

د دغې جرګې غړی کریم اتل وویل چې له پېښې وروسته د سوداګرو ځینې مالونه ورک شوي هم دي: "یو پلاوی دې وټاکل شي، څو ولاړ شي، دا پېدا کړي چې دا پېښه ولې او څنګه رامنځته شوې ده؟ دا هم باید پیدا شي چې له پېښې وروسته مالونه چا غلا کړي؟"

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګېدنې پېښې له ارزولو وروسته به زیانمنو شوېو ته جدي رسېدنه وشي.

وکیلان وايي ټاکل شوی پلاوی دې دا هم وڅېړي چې د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو له پېښې وروسته مالونه چا لوټ کړل.
وکیلان وايي ټاکل شوی پلاوی دې دا هم وڅېړي چې د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو له پېښې وروسته مالونه چا لوټ کړل.

د افغانستان د ماليې وزارت که څه هم د فساد او د ګمرکي چارو د پڅ بهير په اړه د ولسي جرګې د غړو د څرګندونو په غبرګون څه نه وايي، خو سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې تر څېړنو او ارزونو وروسته به دوی ته رسېدنه وشي.

د ماليې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت ازادي راډیو ته وویل چې د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدنې پېښه د مالیې وزارت تر څارنې لاندې ده.

ښاغلي نوښت زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوريت د اسلام قلعه د ګمرک اور لګېدنې پېښې د څېړنې لپاره د بحران کمېټه چې له مختلط پلاوي نه جوړه ده، سيمې ته استولې، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال په مشرۍ یو ګډ پلاوی هم ټاکل شوی، څو د یادې پېښې د څرنګوالي، د اوښتي زیان د ارزونې او زیانمونو ته د رسېدنې، راپور چمتو او جمهوري ریاست ته وسپاري."

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولايت کې اسلام قلعه ګمرګ کې د تېرې شنبې په ورځ د پراخې اور لګېدنې له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او دوی له حکومته د زیان د ورکړې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG