د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

"په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې پېښې په اړه څېړنې پیل شوي"


په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله نږدې زر موټر سوځېدلي.
په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله نږدې زر موټر سوځېدلي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې د څېړنې لپاره استول شوي پلاوي څېړنې پیل کړي او د پایلو له روښانه کېدو وروسته به یې لازم اقدامات وشي.

که څه هم د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو پېښه د بېلابېلو لوریو تر څارنې لاندې ده، خو د مالیې وزارت د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې په اړه ډاډ ورکوي.

دې وزارت نن سه‌شنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ، د سلواغې په ۲۷مه نېټه د پېښې د څېړنې لپاره د بحران کمېټې ګډ پلاوی سیمې ته استول شوی دی.

ماليې وزارت
ماليې وزارت

د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر فرید نوښت ازادي راډیو ته وویل، دا پلاوی به د یادې پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

هغه زياتوي: "د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په مشرۍ له بېلابېلو ادارو جوړ شوی دا پلاوی دنده لري چې د دې پېښې څرنګوالی، زیانمنو ته د رسېدنې، شوي اجرات مشخص او په راتلوونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي په موخه خپله طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي."

د مالیې وزارت که څه هم مني چې په دې اورلګېدنه کې زیات مالي زیان اوښتی، خو ډاډ ورکوي چې د پېښې له څېړلو وروسته به لازم اقدامات وشي.

د افغانستان د مالیې وزارت دا هم وايي، چې امنیتي ځواکونو سلګونه هغه په سوداګریزو توکو بار موټرې نیولي چې لوټمارو نورو ځایونو ته لېږدولې وې.

پرون د هرات والي سید وحید قتالي هم وویل، چې له دې پېښې یو شمېر کړیو ناوړه ګټه اخیستې.

سيد وحید قتالي
سيد وحید قتالي

هغه ځینې موټر چلوونکي د خپلو موټرو په چورتالان، قصدي سوځولو او له مالیاتو په تېښته تورن کړل او د نوم له اخیستو پرته یې، یو شمېر هغه کسان چې د دې پېښې وروسته، ډېرې چیغې وهي، د مافیا په نوم یاد کړل.

له دې خبرو ورسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو یو دلیل فساد وباله، خو جزییات یې د څېړنو په پای پورې محدود کړل.

خو د دې پېښې له بشپړې څېړنې وړاندې د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تر لاسه کړي معلومات یې ښيي چې په دې پېښه کې په سوداګریزو او نفتي توکو بار نږدې زر موټر سوځېدلي دي.

د دې خونې رییس یونس قاضي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دا شمېرې یې له تېرو درې ورځو معلوماتو راټولولو وروسته تر لاسه کړي دي.

هغه زياتوي: "د شمېرو له مخې، ۱۰۰ ټانکرونه د ګازو دي، ۳۲۷موټر د تېلو دي، ۴۲۰ موټر د نورو سوداګریزو توکو دي او ۱۰۰ ټانکر بیا ذوب یا ویلې شوي دي. شواهد او د سوځېدلو موټرو پاتې شونې زرو ته رسېدلي دي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایو خونه د دې پېښې مالي زیان له دوه سوه میلیون ډالرو زیات بولي - هغه ادعا چې د افغانستان ماليې وزارت وايي د څيړنو وروسته به د دې خبرې کره و ناکره توب روښانه شي.

په هرات کې د شنبې په ورځ نږدې یوه بجه او پنځه څلوېښت دقیقې له ګازو په یوه ډک ټانکر موټر کې اور ولګېد چې وروسته یې ټول ګمرک ونیوه.

د هرات ولایت مقام د معلوماتو پر بنسټ، په دې ورځ په اسلام کلا ګمرک کې د معمول خلاف د ۶۰۰ موټرو پر ځای له سوداګریزو او نفتي توکو بار ۲۵۰۰ موټر ولاړ وو.

XS
SM
MD
LG