د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د پاسپورټ غوښتونکو اوږدې لیکې؛ پاسپورټونه ولې نه ورکول کیږي؟


په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکو یوه ډله - ارشیف
په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکو یوه ډله - ارشیف

د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې پکې لیدل کیږي زرګونه کسانو د پاسپورت اخیستلو لپاره د یاد ولایت د پاسپورت په ریاست یرغل وروړي.

د پاسپورټ دا غوښتونکي وروسته له هغې د دغه ولایت د پاسپورټ ریاست مخې ته راټول شول، چې د پاسپورټ عمومي ریاست په هرات ولایت کې په ورځني ډول د پاسپورت غوښتونکو د منلو شمېر له ۲۵۰ څخه ۱،۵۰۰ ته لوړ کړ.

د هرات ولایت اوسیدونکي عبدالصبور ارمان ازادي راډیو ته وویل، اته میاشتې مخکې یې پاسپورټ اخیستلو ته نوملیکنه کړې ده خو لا هم په تمه دی.

نوموړي زیاته کړه: " ما خپله اووه که اته میاشتې کیږي پاسپورت ته نوملیکنه کړې، خو لا هيڅ خبر نشته، پاسپورتونه یې وروسته له هغې چې ازاد کړل، ګڼه ګوڼه ډېره شوې، مراجعین ډېر شوي، څه موده د مخه یې پاسپورټونه بند کړي وو، پاسپورټ یې نه ورکاوه ان په مرکز کې یې هم په مشکله ورکاوه، ډېر وخت به یې نیوه، ان یو کال یو نیم کال داسې کسان شته، چې غواړي پاسپورت واخلي خو نه یې شي کولای، ځینې یې بیا ډیر ژر اخلي نه پوهیږم څنګه یې لاره پیدا کوي."

د بېلابېلو ولایتونو خلک د پاسپورټونو په وېش کې د فساد او درغلیو ادعاوې لري- عکس له ارشیفه
د بېلابېلو ولایتونو خلک د پاسپورټونو په وېش کې د فساد او درغلیو ادعاوې لري- عکس له ارشیفه

یوازې د هرات اوسېدونکي نه؛ په پلازمینه کابل هم خلک له ورته ستونزې سره مخ دي.

د کابل اوسیدونکې زرغونې ازادي راډيو ته وويل، تیر کال یې د پاسپورټ غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې هیڅ کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.

زرغونه وايي:

"پروسږ کال مو د سنبلې په میاشت کې نوملیکنه وکړه، هره میاشت ورځو پوښتنه کوو، هیڅوک ماته ځواب نه راکوي، نه پوهیږم څه چاره وکړم، څه وکړم، ډیرې جدي ستونزې لرم، پاسپورت نشم اخیستلای."

د پروان ولایت یو اوسیدونکی هم، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې په یاد ولایت کې د پاسپورټ د ویش پروسه رڼه نده.

هغه ازادي رادیو ته وویل:

" د تعبیض، تعصب او د اړیکو او پیسو اخیستلو بحث دی، هغه څه چې نشو کولای انکار وکړو، د زده کړود د دوام لپاره پاسپورټ اخیستل زما د ژوند ارمان دی، ډیرې منډې مې وکړې خو له بده مرغه د پروان د پاسپورټ د ریاست لخوا راته ځواب رانکړل شو، نو په دې توګه د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کیږي."

ځينې خلک تر یوه کاله هم پاسپورټ اخیستو ته په تمه دي - تصویر له ارشیفه
ځينې خلک تر یوه کاله هم پاسپورټ اخیستو ته په تمه دي - تصویر له ارشیفه

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسیدونکې پروین هم ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د بورسیې د ترلاسه کولو لپاره، پاسپورت ته اقدام کړی و، خو نه یې دی ترلاسه کړی او اوس ېې هم په تمه ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل:

"د مزار شریف یم، پاسپورت ته مې نوملیکنه وکړه، تر اوسه څو میاشتې کیږي، نتیجه مې نه ده اخیستې، ما یوې بورسیې ته نوملیکنه کړې وه، لومړنی شرط یې د پاسپورټ درلودل وه، زه په تمه یم، انشالله چې پاسپورټ مې تر لاسه کړم."

پر افغانستان د طالبانو د واکمنی په دوه کلنېدو سره هم، د دغه هیواد اتباع د پاسپورټ د اخیستلو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دوی د پاسپورټ اخیستلو باید میاشتې میاشتې انتظار وباسي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند نور الله پتمن د پاسپورټ د ویش د بهیر د سستوالي په اړه د ازادي رادیو پوښتنې ځواب نه کړې خو طالبانو د روان کال د زمري په میاشت کې اعلان کړی و، چې د پاسپورټونو د ویش په بهیر که د چټکوالي ترڅنګ به د پاسپورټونو د اخیستلو لپاره د تذکرو تاییدول هم په همدې ادارې کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

خو بیا هم خلک د دې بهیر له سستوالي او په یاده پروسه کې له فساد څخه شکایت کوي او وايي، چې د پاسپورټونو د ویش په بهیر کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG